د کار او ټولنیزو چارو وزارت معینانو د اسلامي همکاریو سازمان د راغلي پلاوي له غړو سره وکتل؛

naweed_admin
أحد, أبريل 21 2024 4:15 مساء
E


د کار او ټولنیزو چارو وزارت معینانو د خپل کار په دفتر کې، افغانستان ته د اسلامي همکاریو سازمان د راغلي پلاوي له ځینو غړو سره په لیدنه کې د مختلفو مواردو په اړه خبرې او بحثونه وکړل.
ناسته کې د ټولنیزو چارو معین شیخ عبدالبر مېلمنو ته د ښه راغلاست سربېره؛ هیله وښوده چې راغلی پلاوی دې د اسلامي همکاریو سازمان له لارې  د افغانستان د وضیعت او مختلفو برخو کې د پرمختګونو او لاسته‌راوړنو په اړه حقایق له نړیوالو سره شریک او هڅه دې وکړي، چې اړونده برخو په ځانګړې توګه د یتیمو  او بې‌سرپرسته ماشومانو څخه د ملاتړ او هم ځوانانو ته د کاري فرصتونو په جوړېدو کې د مختلفو اسلامي هېوادونو پاملرنه او مرستې جلب کړي. شیخ عبدالبر د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړونده روزنتونونو کې یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د ژوندانه د سهولتونو د برابرولو او د وزارت د عمده فعالیتونو په اړه هم د پلاوي له غړو سره معلومات شریک کړل.
ورپسې د کار چارو معین مولوي محمد زاهد هم خپلو خبرو کې افغانستان ته د اسلامي همکاریو سازمان د پلاوي له راتګ څخه خوښي څرګنده او وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه کړې، چې د بېکارۍ کچې د کمښت په موخه په ټول هېواد د ۵۲ مراکزو له لارې ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو او د کاري فرصتونو زمینه برابره کړي. ترڅنګ یې د بیکارۍ ستونزې ته د رسېدنې او هم د نویو کاري فرصتونو د ایجاد په موخه په نږدې راتلونکي کې د کار ملي کانفرانس ترسره او په کې د مختلفو امارتي، غیر امارتي، خصوصي سکتور، ملي او نړیوالو مؤسسو او بنسټونو ژمنې واخلي.
مولوي محمد زاهد د خپلو خبرو په دوام د اسلامي همکاریو سازمان د هڅو څخه په مننې سره له یاد سازمان څخه وغوښتل، دا چې افغانستان د څلورو لسیزو جګړو او ستونزو څخه راوتلی او د افغانستان د اسلامي امارت په بیا حاکمېدو سره بشپړ امنیت ټینګ او د بنسټیزو پروژو تطبیق ته مناسب بستر چمتو دی؛ نو هیله ده، چې وروستیو پرمختګونو ته په کتو او هم د افغانانو ستونزو ته د رسېدنې په موخه اسلامي هېوادونه خپل مسؤلیت ادا کړي، چې له شک پرته، په دې کې د اسلامي همکاریو سازمان ونډه او پاملرنه ډېره اړینه ده.
په همدې ترتیب د اسلامي همکاریو سازمان د کلتوري چارو عمومي رئیسې ډاکټر امینه الحجري افغانستان ته د خپل راتګ او ښې مېلمه‌پالنې څخه قدردانی څرګنده او وویل: له نېکمرغه دلته په راتګ سره جوته شوه، هغه تصویر چې ځینې رسنۍ یې د افغانستان په اړه خپروي ناسم او له حقایقو لېری دی. آغلې الحجري د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: افغانستان ته زمونږ د راتګ عمده موخه د افغانانو د ستونزو درک او د امکان تر بریده د اسلامي همکاریو د سازمان له آدرسه ورته رسېدنه ده، هڅه به کوو ترڅو د دې سفر څخه ترلاسه شوي کره معلومات د سازمان له غړو سره شریک او په متوقعه برخو کې د افغانستان خلکو ته د هغوی پاملرنه او مرستې جلب کړو.
د ویلو ده، چې اسلامي همکاریو سازمان د راغلي پلاوي غړو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز او روزنتون څخه لیدنه وکړه او پدې برخو کې یې د وزارت کړنې وستایلې.

تازه ترین اخبار

أحد, أغسطس 30 2026 10:18 صباحا
Background image

انطلاق برنامج توعوي لثلاثة أيام لموظفي محافظات المنطقة المركزية حول التخطيط والأنظمة الإلكترونية


بدأت وزارة العمل والشؤون الاجتماعية برنامجاً توعوياً يستمر ثلاثة أيام، لموظفي رئاسات العمل والشؤون الاجتماعية في محافظات ميدان وردك، لوجر، بروان، غزني، كابيسا، باميان وبنجشير بهدف. . .

ثلاثاء, أغسطس 11 2026 1:51 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بممثلي شركات التوظيف الخاصة

عقد وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اجتماعا دوريا مع ممثلي شركات التوظيف الخاصة، وذلك في مكتبه.
في بداية الاجتماع، قدم ممثلو شركات التوظيف الخاصة معلومات حول. . .

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

باز گشت به اخبار