د کار چارو معین، د خصوصي سکتور او د کارګرانو اتحادیې له غړو سره وکتل؛

naweed_admin
سبت, فبراير 24 2024 8:36 صباحا
Q

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمد زاهد، تېره ورځ پخپل کاري دفتر کې د کار ملي کنفرانس په اړه د خصوصي سکتور ( کار فرمایانو) او د کارګرانو اتحادیې له غړو سره مشورتي ناسته وکړه.

په پیل کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین د کار ملي کنفرانس د جوړېدو د څرنګوالي، د کنفرانس موخو، پدې رابطه د ترسره شویو هڅو او د مختلفو اړخونو سره یې د خپلو ناستو په اړه د غونډې ګډونوالو سره معلومات شریک؛ او څرګنده یې کړه: دا چې خصوصي سکتور ( کار فرمایان) او د کارګرانو اتحادیه د دې وزارت ټولنیز شریکان دي او زیات شمېر کاري ځواک یې هم مختلفو برخو کې په دندو ګمارلی، نو اړینه ده، چې له دوی سره له نږدې کار و شي او په بریالي توګه د کار ملي کنفرانس د ترسره کېدو په رابطه یې سپارښتنې او  وړاندیزونه را ټول او له هغې څخه ګټه واخیستل شي.

د خصوصي سکتور او کارګرانو اتحادیې غړو د کار ملي کنفرانس د ترسره کېدو په رابطه د کار او ټولنیزو چارو وزارت نوښت او ترسره شوي اقدامات وستایل او د خپلو بنسټونو له آدرسه یې د هر راز همکاریو ډاډ څرګند کړ.

هغوی پخپلو خبرو کې دا غوښتنه هم درلوده، چې د افغانستان د اسلامي امارت له لوري دې هغه افغان پانګه والو ته، چې له هېواده بهر یې پانګونه کړې، لازم سهولتونه او شرایط برابر شي ترڅو خپلې پانګې هېواد ته انتقال او دلته پانګونه وکړي، چې دې سره به نه یوازې زیات شمېر کاري فرصتونه برابر شي بلکه په اقتصادي ډګر کې به هم افغانستان ځان بساینې ته نږدې شي.

تازه ترین اخبار

أحد, أغسطس 30 2026 10:18 صباحا
Background image

انطلاق برنامج توعوي لثلاثة أيام لموظفي محافظات المنطقة المركزية حول التخطيط والأنظمة الإلكترونية


بدأت وزارة العمل والشؤون الاجتماعية برنامجاً توعوياً يستمر ثلاثة أيام، لموظفي رئاسات العمل والشؤون الاجتماعية في محافظات ميدان وردك، لوجر، بروان، غزني، كابيسا، باميان وبنجشير بهدف. . .

ثلاثاء, أغسطس 11 2026 1:51 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بممثلي شركات التوظيف الخاصة

عقد وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اجتماعا دوريا مع ممثلي شركات التوظيف الخاصة، وذلك في مكتبه.
في بداية الاجتماع، قدم ممثلو شركات التوظيف الخاصة معلومات حول. . .

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

باز گشت به اخبار