کاپیسا ولایت کې د یوه باب روزنتون او د فني او حرفوي زده‌کړو د مرکز پرانیسته وشوه

naweed_admin
اثنين, يناير 22 2024 1:53 مساء
E

 
د کار او ټولنیزو چارو وزارت  معینانو کاپیسا ولایت ته پخپل رسمي سفر کې،  یو باب روزنتون او د فني او حرفوي زده‌کړو مرکز پرانیستل.
د کاپیسا ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي عزت‌الله عارف له کابل څخه ورغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست سربېره، وویل: دا ښه ابتکار دی چې د وزارت د رهبرۍ لخوا د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ملاتړ کیږي او دوی ته د تعلیم او تربیې او د ژوندانه د نورو سهولتونو زمینه برابره شوې‌ده او هم د بیکارۍ کچې د راټيټدو په موخه ۱۲۰ تنو ځوانانو ته په څلورو رشتو: د موټر تخنیک، د کورنیو برقي وسایلو ترمیم، د مبایل ترمیم او خیاطۍ په برخو کې د فني او حرفوي زده‌کړو مرکز پرانیستل شو. نوموړي ډاډ ورکړ چې پدې برخو کې به له خپل همکار ټیم سره پوره هڅې او پاملرنه کوي ترڅو له وخت او فرصت څخه یاد ځوانان ښه استفاده وکړي.
ورپسې د کار او ټولنیزو چارو معین شیخ عبدالبر د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو څخه ملاتړ او د دوی د کفالت په اړه وینا درلوده او هیله یې وښوده چې ټول مسؤلین د دوی د سالمې تربیې په موخه ورکړل شوي مسؤلیتونه په ښه توګه ادا کړي. شیخ عبدالبر زیاته کړه د کاپیسا ولایت روزنتون ته د ۲۰۰ ماشومانو د جذب په موخه سهمیه ورکړل شوې او د دوی ټول مصارف به د وزارت له داخلي بودجې تمویلیږي. 
په همدې ترتیب د کار چارو معین مولوي محمد زاهد جان آغا هم خپله لنډه وینا کې وویل: د خوښۍ ځای دی چې د لوګر ولایت وروسته نن په کاپیسا ولایت کې د فني او حرفوي زده‌کړو مرکز پرانیزو چې د کاپیسا ولایت ځوانانو ته په کې د زده‌کړو زمینه برابریږي،د کار چارو معین زیاته کړه چې دا وزارت هڅې کوي د بازار اړتیاوو ته په کتو مختلفو ولایتونو کې ځوانانو ته د حرفوي زده‌کړو زمینې جوړې کړي ترڅو له یوې خوا دوی د خپل کار او کسب مالکان وګرځي، د خپلو کورنیو نفقه برابره کړي او له بلې خوا د بیکارۍ کچه تر یوه حده ټیټه شي.
وروسته د کاپیسا مرستیال والي شیخ اسدالله سنان دې ولایت ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت د پاملرنې له امله قدرداني څرګنده او ډاډ یې ورکړ چې په ټول توان به کار کوي ترڅو د وزارت هېڅ راز مرسته  بې‌ځایه مصرف نشي بلکه د شته امکاناتو څخه به ښه کار واخیستل شي.
د ناستې پای کې د کار او ټولنیزو چارو معینانو د کاپیسا ولایت د مسؤلینو په شتون کې، د پټۍ په پرېکولو د روزنتون او د فني او حرفوي زده‌کړو مرکز پرانیستل.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار