د کار او ټولنیزو چارو رئیس د یوناما ختیځ زون مسوول او د ننګرهار ولایت له یوشمېر ځوانانو سره ولیدل

naweed_admin
خميس, نوفمبر 02 2023 11:43 صباحا
e

دننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي فریدالله حقاني د یوناما ختیځ زون له رئیس او د ننګرهار ولایت د بیلابیلو ولسوالیو له  یوشمېر ځوانانو سره مشورتي ناسته وکړه.
ناسته کې یادو ځوانانو غوښتنه درلوده چې دوی ته دې د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره برابره شي ترڅو وکولای شي له دې لارې د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي او له بلې خوا د کار بازار کې رغنده ونډه واخلي.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموریت ( یوناما) د ختيځ زون رئیس ښاغلي رومل  خپلو خبرو کې د دې ترڅنګ چې د داډول ناستو د جوړېدو څخه خوښي څرګنده کړه، ژمنه یې درلوده چې د خپل مرکزي دفتر په مرسته به هڅه وکړي چې ځوانانو ته د کارموندنې او ځینو نورو د اړتیا وړ برخو کې پروژې پلي کړي.
په همدې توګه د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي فریدالله حقاني هم د ناستې ګډونوالو ته څرګنده کړه چې د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې خپلو ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي، مولوي حقاني زیاته کړه چې هڅه کوو چې د فني او حرفوي زده‌کړو مراکزو کې د جذب کچه لوړه شي ترڅو زیات شمېر ځوانان وکولای شي فني او حرفوي زده‌کړې ترلاسته او د کار بازار کې شریک شي.
د یو بل خبر له مخې  دننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د الندوي روزنتون ۴۰۴  تنو یتیمو زده‌کوونکو سره د وامي مؤسسې په مرسته  د ژمنیو جامو او بوټانو مرسته وشوه. مولوي فریدالله حقاني د وامي مؤسسې له مرستې څخه په مننې سره، روزنتون کې د شاملو ماشومانو څخه وغوښتل چې خپلو درسونو ته لازمه پاملرنه ولري، ترڅنګ له خیرو اشخاصو او نورو مؤسساتو هم وغوښتل چې د یتیمانو د لاس‌نیوي په موخه دې خپل مرستې زیاتې کړي.

تازه ترین اخبار

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

خميس, أبريل 23 2026 8:55 صباحا
Background image

عقد اجتماع بشأن منح تأشيرات العمل للأجانب

بناء على توجيه المقام العالي لرئاسة الوزراء، عقد اجتماع برئاسة معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، وبمشاركة ممثلين عن وزارتي الخارجية. . .

باز گشت به اخبار