د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر په مشرۍ د ټولنیز خوندیتوب سکتور لومړنۍ ناسته ترسره شوه

naweed_admin
اثنين, يوليو 17 2023 12:03 مساء

 
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست الحاج ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ او د اړونده امارتي ادارو د استازو په ګډون د ټولنیز خوندیتوب سکتور لومړنۍ ناسته ترسره؛ او په کې د یاد سکتور د غړو ترمنځ د ښې کاري هم‌غږۍ او شته ستونزو ته د رسیدګۍ  په اړه مفصل بحثونه وشول.
ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین مولوي حیات‌الله مهاجر ‌‌فراهي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت مقام د دفتر رئیس ملا شرف‌الدین شرف، او د شپاړسو نورو امارتي ادارو استازو چې (د ټولنیزخوندیتوب سکتورغړیتوب لري) ګډ‌ون درلود.
ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو وروسته د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر خپلو خبرو کې وویل: ټولنیزو چارو کې ډېرې ادارې دخیلې او مسؤلیتونه لري، چې د ټولنې اړمن او مظلوم قشر ته رسیدګي یې له عمده دندو څخه دي او دا چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مستقیم ډول پدې برخه کې ښکېل دی نو غوره وبلل شوه چې نننۍ ناسته جوړه او په کې د نورو همکاره ادارو سره په مشترک ډول اړمنو ته د ښو او با ارزښته خدماتو د وړاندې کولو څرنګوالی وارزوي پردې سربېره د ادارو ترمځ د ګډې همکاری لپاره هم زمینه برابره شي.
ورپسې د دې وزارت د ټولنیزو تأمیناتو د تنظیم رئیس شریف الله شرافت څرګنده کړه: چې د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا‌ء عالي مقام د حکم په اساس د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مشرۍ او د اړونده امارتي ادارو په ګډون د دې ناستو لړۍ پیل شوه، نوموړي د پرېزنټېشن له لارې؛ د فقر او بیوزلئ مخنیوی، د هېواد په کچه د څارنې او راپور ورکولو د میکانیزم جوړېدل، د حمایوي او انکشافي پلانونو پلي کېدل، د اداراتو، خصوصي سکتور او مؤسساتو ترمنځ هم‌غږي او  د ملي پالیسی ایجاد یې د ټولنیزخوندیتوب سکتور اهداف او مکلفیتونه وبلل.
په همدې ترتیب د اطلاعاتو او کلتوز وزارت نشراتي مرستیال، د اقتصاد، د سرحداتو، قومونو او قبایلو، زراعت او اوبولګولو، پوهنې او شهیدانو او معلولینو چارو وزارتونو، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د کابل ښاروالۍ استازو ناسته کې خپل نظریات او وړاندیزونه شریک او د خپلو ادارو له همکاریو ډاډ څرګند کړ.
هغوی په ملي کچه د یوه مشترک د یوه معلوماتي مرکز( ډېټابېس) چې په کې د اړمنو کسانو په اړه لازم معلومات موجود وي اړین وبلل او هم یې د یوه واحد چتر، چې له لارې یې په راتلونکي کې د بشري مرستو وېش په شفاف ډول پرمستحقینو ترسره شي؛ غوښتنه درلوده د دې ترڅنګ د چارو د ښه پرمختګ لپاره د ځینو کمیټو د ایجاد یادونه هم وشوه.
د بحثونو جمع‌بندۍ کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست وزیر الحاج ملاعبدالمنان عمري د ذیدخله ادارو سره د دې ناستو په تعقیب ټینګار وکړ او د معلوماتي مرکز د جوړېدو څخه د هرکلي ترڅنګ د موازي حرکتونو د مخنیوي په موخه یې د ادارو ترمنځ نږدې او ښه هم‌غږي اړینه وبلله. همداراز یې څرګنده کړه، چې پدې اړه به د ریاست الوزارء مقام د اقتصادي معاونیت سره هم د ناستې زمینه برابره شي.

تازه ترین اخبار

أربعاء, نوفمبر 05 2025 2:53 مساء
Background image

تخرج (800) شخص من المتعافين من الإدمان في كابل من مراكز التعليم الفني والمهني

 

تخرج (800) شخص من المتعافين من الإدمان من مركز بوليشرخي للتعليم الفني والمهني التابع لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، وذلك في الدورة التعليمية الخامسة بعد إكمالهم ستة أشهر من الدروس. . .

اثنين, نوفمبر 03 2025 3:08 مساء
Background image

التقى معين الشؤون العمل بمعين المكافحة المخدرات لوزارة الداخلية

 

التقى معين الشؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، بمعين المكافحة المخدرات، الحاج الشيخ محمد قاسم خالد.

خلال هذا اللقاء، ناقش الجانبان مشكلات المدمنين على المخدرات، وأوضاعهم. . .

ثلاثاء, أكتوبر 28 2025 10:04 صباحا
Background image

التقى معين الشؤون العمل بممثلي الصناعيين

 

بناءً على حكم أمير المؤمنين –حفظه الله- متعلقة إلى تسهيل الشؤون الإدارية، عقد معين الشؤون العمل الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي في مكتبه الاجتماع الثاني مع ممثلي الصناعيين، ومسؤولي. . .

باز گشت به اخبار