فعاليتونه مو د کار او ټولنيزو چارو وزارت سره په همغږۍ او د ا.ا.ا د پاليسۍ مطابق ترسره کړئ

naweed_admin
خميس, يناير 12 2023 10:55 صباحا
1

دغه خبرې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست وزير ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث) د ديارلسو مؤسسو او خيريه بنسټونو استازو سره د تفاهم ليکونو د لاسليک کولو پر مهال وکړې.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست وزير ملا عبدالولي څارنوال(حاجي وارث) د مؤسسو له استازو و غوښتل؛ څو د پروژو ۸۰ سلنه بودجه د پروژو په اصلي فعاليتونو او هيوادوالو ته د خدمت لاره کې په شفافه توګه مصرف کړي.

نوموړي زياته کړه، چې خپل فعاليتونه په مرکز کې له کار او ټولنيزو چارو وزارت او ولايتونو کې د دې وزارت له ولايتي رياستونو سره په همغږۍ ترسره او په وخت خپل راپورونه له اړونده مسؤلينو سره شريک کړئ.

د ياد شمير مؤسسو له ډلې د سولې او پراختيا لپاره د برابرۍ مؤسسې(APDO) سره د بشري مرستو توزيع او حرفوي زده کړو برخو کې تفاهم ليک لاسليک شو، چې په باميان او کندز کې به پلی شي.

همدارنګه اغاخان بنسټ سره د تفاهم ليک له مخي، ياد دفتر مکلف ده، څو ۹ ولايتونو ( کندز، بغلان، بدخشان، تخار، سمنګان، باميان، دايکندي او پروان) کې د فني او حرفوي زده کړو ۲۶ مرکزونه جوړ او د وزارت د شرايطو مطابق هېوادوالو ته فني او حرفوي زده کړې وړاندې کړي.

د يادو هوکړه ليکونو له مخې د افغانستان راتلونکي نسلونه مؤسسه هرات کې د ښځو تر مديريت لاندې ښځو ته د کار بازار جوړوي، لوږې سره د مبارزې مؤسسه دايکنډي او بدخشان ولايتونو کې هيوادوالو ته د فن او حرفې زمينه برابروي، هاجر نړيواله مؤسسه به د ماشومانو ملاتړ مرکز د اعاشې او اباطې چارې مخته وړي، اکشن ايډ دفتر بيا د زده کړو او عامه پوهاوي برخه کې مرکزونه جوړوي، ماشومان په خطر کې نړيواله موسسه په ميدان وردګ ولايت کې د زيانمن شويو کورنيو سره د غذايي خونديتوب برخه کې همکاري کوي، برک ـ افغانستان مؤسسه به هيوادوالو ته د فني او حرفوي زده کړو او ټولنيز يووالي برخو کې مختلف پروګرامونه نيسي او د يتيم پالني خيريه مؤسسه بيا کابل او ننګرهار ولايتونو کې د فني او حرفوي زده کړو کورسونه جوړوي.

همدارنګه په اضطراري حالاتو کي د زيانمن شويو ماشومان د ملاتړ او خونديتوب په لور حرکت موسسې سره هم د ماشومانو نغدي مرستې، ظرفيت لوړونې او ملاتړ مرکزونو جوړولو برخه کې تفاهم ليک لاسليک شو، چې هلمند ولايت کې به پلی شي؛ هيلپينګ هنډ مؤسسه به کابل، ننګرهار، لغمان او کندهار ولايتونو او سولې لپاره د ښځو مطالعې مؤسسه به ميدان وردګ او جوزجان ولايت کې ګڼ شمير هيوادوالو ته د فن او حرفې زمينه برابره کړي او د بشري قوې د پراختيا مؤسسې سره هم د زيانمن شويو ماشومانو د ملاتړ او ساتنې برخه کې تفاهم ليک لاسليک شو، چې کندهار او نيمروز کې به پلی شي.

د تفاهم ليکونو د لاسليکولو پر مهال د مؤسسو استازو د خپلو خبرو په ترڅ کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست او همکارانو څخه مننه او ژمنه وکړه، چې ټولې کړنې به د کار او ټولنيزو چارو وزارت رهبرۍ او مسؤلينو سره په همغږۍ او لارښوونه مخته يوسي.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار