د کار او ټولنيزو چارو وزارت او افغانستان د عدالت څار مؤسسې تر منځ د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک شو

naweed_admin
أحد, مايو 29 2022 10:36 مساء
Q

دغه هوکړه ليک نن د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) او افغانستان د عدالت څار مؤسسې مشر حميدالله ولي تر منځ لاسليک شو. 
د ياد هوکړه ليک پر بنسټ به د يادې مؤسسې له لوري کابل کې د پنځه ميليونه افغانيو په ارزښت د ( ريان) په نامه يو روزنتون جوړ او ۱۰۰ تنه بې وزله او يتيمو ماشومانو ته به په کې د ساتنې او روزنې زمينه برابره شي. 
د هوکړه ليک د لاسليک کولو پر مهال د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د يادې مؤسسې له مسؤلينو و غوښتل؛ څو خپل ټول کارونه د هوکړه ليک او اسلامي امارت د اصولو پر بنسټ پلي او وخت په وخت وزارت سره خپل کاري راپور شريک کړي.
د افغانستان د عدالت څار مؤسسې مشر حميدالله ولي د خپلو خبرو په ترڅ کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست او همکارانو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د ( ريان روزنتون) جوړولو اړوند ټولې کړنې به د کار او ټولنيزو چارو وزارت رهبرۍ او مسؤلينو سره په ښه همغږۍ او لارښوونه مخته يوسي. 
د ويلو دی، چې ياد هوکړه ليک د اسلامي امارت پاليسۍ ته په کتو او د روزنتونونو اړوند مقررې، طرزالعملونو او نورو تقنيني اسنادو له مخې ترتيب او نن د دواړو لوريو د باصلاحيته مسؤلينو له لوري لاسليک شو.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار