د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د یونسیف ادارې له مرستیالې سره ولیدل

molsaadmin
خميس, فبراير 17 2022 10:06 مساء
کابل: ۱۴۰۰/۱۱/۲۸ په هیواد کې د ټولنیز خوندیتوب، ماشوم پالنې او ساتنې او همداراز د پالنځیو ستونزو ته د غوره رسیدنې په موخه او په ټوله کې د یادو ستونزو د حل لپاره د نوی مشرتابه لرلید او لمړیتوبونو پیژندلو لپاره نن د کار او ټولنیزو چارو مالي او اداري مرستیال او د یاد وزارت سرپرست څارنوال عبدالولي مجاهد په خپل کاري دفتر کې د یونسیف سازمان له مرستیالې آغلې الیس الونګار سره ولیدل. په دې کتنه کې ښاغلي مجاهد وویل: هیواد اوس له جګړې راوتلی او په لویه کې له لوی بشري ناورین سره مخ دي چې په یاد ناورین کې ماشومان تر ټولو ډیر زیانمن قشر دی چې جدي پاملرنې ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه: تیره تحمیل شوې جګړه او شل کلن اشغال د یاد ناورین اصلي لامل دی چې د هیواد کرهڼې، صنعت او سوداګرۍ ته او په ټوله کې د هیواد بیخ بنا وو یې سختې زیانمنې کړي چې په پایله کې یې زیاتو افغان کورنیو خپل سرپرست او نفقې مکفلین له لاسه ورکړل او یادې کورنۍ یې اړ ایستې ترڅو خپل ماشومان شاقه کارونو، ګدایی او مهاجرتونو ته اړباسي. ښاغلي مجاهد زیاته کړه: اوس مهال زموږ په هیواد کې ماشومان له روغتیایي، ښوونې او روزنې، سرپناه او پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له ستونزو سره لاس او ګریوان دي، او د دې بشري ناورین د مدیریت او هغه ته د پای ټکي کیښودلو لپاره د همکارو مؤسسو په ځانګړې ډول د یونسیف مرستو ته اړتیا لرو. د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر د یونسیف مشرتابه ته ډاډ ورکړ چې د یاد وزارت د د یونسیف سازمان له ټولو فعالیتونو ملاتړ کوي او تیار دی چې د هیواد په هر ګوټ کې د یاد سازمان د فعالیت پر وړاندې د هر ډول ستونزې په حل کې ورسره مرسته وکړي. ښاغلي مجاهد د یونسیف له سازمان څخه غوښتنه وکړه ترڅو په پالنځیو کې حاکم اضطراري حالت د مدیریت لپاره له کار او ټولنیزو چارو وزارت سره هر اړخیزه مرسته وکړي. د یونسیف سازمان مرستیالې آغلې الیس الونګار چې د ټولنیز خوندیتوب او ماشوم ساتنې دوو ټیمونو ورسره ملتیا کوله په خپلو خبرو کې وویل: اوس مهال افغان ماشومان له لوږې، بې وزلۍ، وچکالۍ، مهاجرتونو او له جګړې پاتې ناچاودیدونکو توکو له خطر سره مخامخ دي چې جدي پاملرنې ته اړتیا لري. آغلې الونګار زیاته کړه: یونسیف سازمان په ټوله کې د ماشومانو او میندو ستونزو د رسیدنې مسوولیت پرغاړه لري. او په ټول هیواد کې یې په پالنځیو کې میشت ماشومانو سره د البسې، خوراک او ژمنیو توکو مرستې کړي دي، سروې یې ترسره کړې او په یاده برخه کې د ظرفیت لوړونې ډير کورسونه په لاره اچولې دي. هغې وویل: یونسیف سازمان چمتو دی چې په افغانستان کې د ماشومانو هر ډول ستونزې د حل په موخه مرسته وکړې او همداراز یاد سازمان په پام کې لري چې د ماشومانو وضعیت ته د غوره رسیدنې لپاره په ټول هیواد کې ۶۰۰۰ تنه ټولنیز کارکوونکي په دندو وګماري.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار