هېواد کې د ماشومانو د کار مخنيوي پروژې پرانسته

publish
خميس, مايو 27 2021 9:13 صباحا
۱

 

افغانستان کې د ماشومانو د کار مخنيوي( د ماشومانو د کار له منځه وړلو) پروژه؛ نن رسما د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيالانو، کار نړيوال سازمان مشر او ټولنيزو شريکانو استازو له لورې پرانستل شوه. 
ناسته کې د افغانستان لپاره د کار نړيوال سازمان مشر رامين بهزاد د خوښۍ په څرګندولو سره د ماشومانو کار يو سيمه ايزه ستونزه ياده کړه او ټولنيزو شريکانو په همکارۍ يې د يادې پروژې د ښه پلي کېدو اړوند ژمنه وکړه. 
د کاري چارو مرستيال محمد اجمل شاه پور بيا د خپلو خبرو په ترڅ کې قانوني او اقتصادي ستونزې، د پوهاوي نشتوالی او په دې اړوند د کورنيو تيټ فکر د ماشومانو د کار بنسټيز عوامل و بلل، زياته يې کړه، چې د افغانستان دولت د کار نړيوال سازمان سره ژمنه کړې او پر خپله ژمنه پابند دی. 
ښاغلي شاه پور د ماشومانو د کار مخنيوي برخه کې د کورنيو او علماوو رول مهم ياد کړ و يې ويل چې د کورنيو، علماوو او د دې ستونزې اړوند د ملي اجماع د نشتون له امله د دې ستونزې له منځه وړل ستونزمن کار دی. 
په ناسته کې د کار ور کوونکو او ټولنيزو شريکانو استازو هم خبرې وکړې؛ د ماشومانو کار مخنيوی يې يوه مهمه هيله ياده کړه؛ دوی همدارنګه ناامني، بېوزلي، په مخدره توکو د والدينو روږدي کېدل، کم کاري مزد، دومداره جنګ، کرونا ويروس او ځينې نورې ستونزې د ماشومانو د کار بنسټيز عوامل ياد کړل او ژمنه يې وکړه چې د ټولنيزو شريکانو په توګه به هر اړخيره همکاري و کړي. 
د ماشومانو د کار مخنيوي پروژې پرانسته کې د بهرنيو چارو وزارت، ګډو ګټو او برتانيا پراختيا برخو استازو هم په انلاين توګه خبرې وکړې او ژمنه يې وکړه چې افغانستان سره او بيا په ځانګړې توګه د هغو پروژو اړوند چې د زيانمن شوي ماشومانو ملاتړ کوي، مالي همکاري و کړي.  
پای کې د ټولنيزو چارو مرستيال غلام حيدر جيلاني د ناستې جمع بندۍ ترڅنګ، د ماشومانو د ملاتړ قانون تصويب کېدل د افغانستان دولت په ځانګړې توګه د کار او ټولنيزو چارو وزارت له مهمو لاسته راوړنو څخه ياد کړ، زياته يې کړه: د ټولنيزې ساتنې ملي پاليسي او کاري لارښود( د ماشومانو د ملاتړ صندوق لارښود) هم د جوړيدو په حال کې ده. 
ښاغلي جيلاني هيله څرګنده کړه، چې د ماشومانو د ملاتړ صندوق د طرزالعمل په جوړيدو سره به و کولای شي، چې بېوزله کورنيو سره مرسته شي او د ماشومانو د دروند کار مخه به هم و نيول شي. 
د ټولنيزو چارو مرستيال و ويل: اوس مهال په کابل، ننګرهار، باميان او بلخ ولايتونو کې د ماشومانو د ملاتړ مرکزونه لرو؛ چې دې مرکزونو له لارې مرز شوي او د مسلحانه پيښو قرباني شوي ماشومان ساتل کيږي او تر څيړنو وروسته يې خپلو کورنيو ته سپاري. 
غلام حيدر جيلاني همدارنګه و ويل، چې د حجز بديل مرکزونه چې اوس مهال يوازې کابل کې شته، په پام کې ده چې نږدې راتلونکي کې ټول هيواد کې هم جوړ شي.
د ويلو دی، چې ۲۰۲۱ کال د کار نړيوال سازمان له لوري د ( د ماشومانو د کار مخنيوي) په نامه نومولی شوی دی؛ همدارنګه هر کال د جون دولسمه د ماشومانو د دروند کار مخنيوي ورځې په توګه نمانځل کيږي او تمه ده چې تر ۲۰۲۵ کال پورې به په جنوبي آسيا کې د ماشومانو کار څخه په بشپړه توګه مخنيوی و شي.

تازه ترین اخبار

أحد, أغسطس 30 2026 10:18 صباحا
Background image

انطلاق برنامج توعوي لثلاثة أيام لموظفي محافظات المنطقة المركزية حول التخطيط والأنظمة الإلكترونية


بدأت وزارة العمل والشؤون الاجتماعية برنامجاً توعوياً يستمر ثلاثة أيام، لموظفي رئاسات العمل والشؤون الاجتماعية في محافظات ميدان وردك، لوجر، بروان، غزني، كابيسا، باميان وبنجشير بهدف. . .

ثلاثاء, أغسطس 11 2026 1:51 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بممثلي شركات التوظيف الخاصة

عقد وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اجتماعا دوريا مع ممثلي شركات التوظيف الخاصة، وذلك في مكتبه.
في بداية الاجتماع، قدم ممثلو شركات التوظيف الخاصة معلومات حول. . .

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

باز گشت به اخبار