د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ولایتي رئیسانو لپاره د کاري سمون او همغږۍ سمینار په دویمه ورځ د یو شمېر مرکزي ریاستونو د کړنو په اړه معلومات شریک شول

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۴ - ۱۸:۵
W


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ولایتي رئیسانو لپاره د کاري سمون او همغږۍ سمینار په دویمه ورځ، په داسې حال کې چې د وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي دین محمد حقبین او د مقام د دفتر رئیس ملا شرف الدین شرف هم حضور درلود، یو شمېر مرکزي رئیسانو د خپلو اړونده ریاستونو په اړه د پرېزنټیشنونو له لارې معلومات شریک کړل.
ناسته کې د مالي او اداري چارو رئیس خالد نوید، د معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس آغا محمد حیدري، د ټولنیزو تأمیناتو د تنظیم رئیس شریف الله شرافت، د بشري سرچينو رئیس مولوي نعمت الله عثماني، د بشري قواو عمومي رئیس مولوي حسین احمد مدني، د کار د تفتیش رئیس مولوي رحيم الله صراح، د کار د تقنين او حقوقو رئیس بشیر احمد راسخ، د ماشومانو د ساتنې رئیس مولوي سعد الدین مطمئن، د دار الایتامونو مسؤل، د فني او حرفوي زدکړو د مرکزونو رئیس مولوي عبدالواحد فایز او د کار بازار د مطالعې رئیس مولوي میرحاتم امیري د خپلو اړوندو ریاستونو د کاري استقامتونو، عمده فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه لازم معلومات او توضیحات وړاندې کړل.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۴۷
Background image

د کار په انسټیټیوټ کې د ظرفیت‌لوړونې برنامه پیل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د کار په انیسټیټیوت کې د تېرو برنامو په دوام سره دا ځل ۳۵ تنو امارتي کارکوونکو لپاره د دوسیه‌بندۍ درې ورځینۍ برنامه پیل شوه.
تمه ده؛ چې د یادې برنامې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۰:۲
Background image

د کار عالي شورا نوبتي ناسته وکړه

د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ؛ د کار چارو معین، د قواعدو او د کار شرایطو د بهبود رئیس، د کار حقوقو د تقنین رئیس، د خصوصي سکتور استازو، ټولنیزو شریکانو او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۴۱
Background image

له کار څخه راولاړو شویو اختلافاتو د حل عالي کمېسیون ناسته وکړه

د کار او ټولنيزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ، د کار چارو معین، د اړوندو ادارو مسؤلینو، د کارګرانو اتحادیې، د خصوصي سکتور او د یو شمېر شرکتونو د کارفرمایانو او کارګرو. . .

بیرته خبرونو ته