پکتیا  کې ۱۶۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول 

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
پکتیا

د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه ۱۶۰ تنه ځوانان" د خیاطۍ، موبایل ترمیم، ودانیزې برېښنا او د موټرسایکل ترمیم"  په حرفو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته فارغ شول.
په همدې مناسبت جوړې شوې فراغت‌غوڼدې ته د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس قاري محمد رحیم نصرت په خپلو خبرو کې راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست سربېره  وویل:  دا زمونږ دنده او مسؤلیت دي، چې د فن او حرفې په برخو کې دې ته ورته نورې ګټورې برنامې د یاد ولایت په مرکز او نورو ولسوالیو کې تنظیم کړو، ترڅو ځوانانو ته د کسب زده‌کړې ترڅنګ د کار زمینه هم برابره شي او دوی وکولی شي خپلو کورنیو ته حلاله نفقه پیدا کړي.
ورپسې د مهارتونو د پراختیا لوی رئیس مولوي رحیم‌الله صراح، فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ سربېره وویل: د ا.ا.ا  مسئولین هڅه کوي، چې هېوادوالو ته د فني او حرفوي زده‌کړو  په مټ د کاري فرصتونو زمینه برابره کړي، ترڅو په ټولنه کې د بېکارۍ او بې‌وزلۍ کچه راټیټه شي.
همدارنګه مولوي صراح له فارغانو څخه غوښتنه وکړه، چې له تر لاسه‌شویو تجربو او مهارتونو څخه سالمه استفادې سره کوښښ وکړي، ترلاسه شوی مهارت نورو هېوادوالو ته هم انتقال کړي.
د یادولو وړده، چې د یادو ۱۶۰ تنو ځوانانو فراغت سره سم؛ ۲۸۰ تنه نورو ځوانانو ته په خیاطۍ، ودانیزې برېښنا، موبایل ترمیم، موټرسایکل ترمیم، ترکاڼۍ او فلزکارۍ حرفو کې د شپږ میاشتنیو زده‌کړو زمینه هم برابره شوه.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۰:۴۵
Background image

د کار عالي شورا نوبتي ناسته وکړه


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبد المنان عمري په مشرۍ؛ د کارګرو اتحادیو او د افغانستان د اتاقونو د استازو په ګډون د د ترسره شویو پرېکړو د تطبیق په موخه د کار عالي شورا اتمه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۶
Background image

کابل کې له فني او حرفوي زده‌کړو څخه ۱۲۶ تنه ځوانان فارغ شول


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مهارتونو د پراختیا لوی ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د کابل ښار د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه ۱۲۶ تنه ځوانان په ودانیزو برېښنا، نلدوانۍ، فلزکارۍ او خیاطۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۲:۳۲
Background image

د کار چارو معین د زندانونو د چارو د سمون ادارې په روزنیز سمینار کې ګډون او وینا وکړه


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د زندانونو چارو د سمون ادارې په روزنیز سیمینار کې چې  موخه یې د چارو د غوره تنظیم وه ګډون او وینا وکړه. 
د. . .

بیرته خبرونو ته