معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کول؛ زموږ ټولو اخلاقي مسؤلیت دی.

publish
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۶ - ۱۱:۵۲
3

دغه خبره د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبې سره په لیدنه کې و کړه.

ناسته کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبې وویل چې د مختلفو ادارو له رهبرۍ سره د لیدونو موخه یې د ولسمشر د لارښوونو پر بنسټ د معلولیت ستراتیژۍ غني کول او عمل پلان ښه پلي کول دي.

نوموړي زیاته کړه چې هڅه کوو، څو معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو موضوع د ټولو ادارو په اجنډا کې شامله او د هغوی ستونزو ته د هیواد په سطحه او ټولشموله توګه رسیده ګي و کړو.

لعل الدین آریوبي همدارنګه د فن او حرفې، روزنتونونو، کار او په ټوله کې د معلولیت لرونکو وګړو د ټولنیز خوندیتوب او خدمتونو رسولو برخه کې هم خبرې و کړې او په دې برخه کې یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د همکارۍ غوښتنه و کړه.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر او کاري ټیم ته د ښه راغلاست ترڅنګ د معلولیت ستراتیژۍ جوړیدو او نور اړینو خدمتونو برخه کې د یاد وزارت له هڅو مننه و کړه و یې ویل: معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو رسول نه تنها چې زموږ ټولو مکلفیت دی، بلکې د ټولنې دې قشر ته د ښو خدمتونو رسول او ستونزو ته یې رسیده ګي زموږ ټولو یو اخلاقي مسؤلیت هم دی.

نوموړي زیاته کړه: موږ ځان مکلف بولو؛ څو د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت سره په ښه همغږۍ، هغه موارد چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوندیږي، کار او همکاري و کړو.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر وویل: د معلولیت ستراتیژۍ لا غنامندۍ برخه کې به زموږ نظرونه ستونزې جوړوونکي نه بلکې ملاتړ کوونکي اوسي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند ټول هغه موارد چې د یادې ستراتیژۍ  لا غني کیدو کې ګټور تمامیږي، د همکارانو له خوا به له یاد وزارت سره په رسمي ډول شریک کړل شي.

د ویلو دی، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ۱۴۰۰ مالي کال کې د ټولنیزو چارو معینیت تر چتر لاندې د معلولیت لرونکو وګړو او ماشومانو ته لس میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۵۳
Background image

کابل کې ۸۰۰ تنه اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له  فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده کړو له مرکز څخه په پنځمې ښوونیزې دورې کې ۸۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له شپږمیاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته؛ په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۳
Background image

د راستنېدونکو هېوادوالو  لپاره د کاري فرصتونو د ایجاد کمېټې نوبتي ناسته تر سره کړه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د کاري فرصتونو د ایجاد په موخه کمېټې ناسته، چې د صنعت او سوداګرۍ، د کرنې،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۵:۸
Background image

د کار چارو مرستیال‌وزیر د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې له معین سره وکتل

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معين الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د کورنیو چارو وزارت د نشه‌‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې له معین الحاج شیخ محمدقاسم خالد سره وکتل. په یاده ناسته کې. . .

بیرته خبرونو ته