د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر د فدراتیفې روسیې سفیر سره وکتل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۱:۵۲
روسیې سفیر

 

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري، د خپل کار په دفتر کې د فدراتیفې روسیې سفیر دیمتري ژیرنوف او له هغه هېواد څخه د اقتصادي او تجارتي مشاور نیکولای ساژنوف په مشرۍ راغلي پلاوي سره وکتل.
کتنه کې الحاج ملا عبدالمنان عمري افغانستان ته د یاد پلاوي د سفر هرکلی وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ښو کاري اړیکو څخه په یادونې سربېره وویل: د افغانستان اسلامي امارت د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د متقابل احترام او ملي ګټو په پام کې نیولو سره د نېک تعامل غوښتونکی دی او له نېکمرغه همدې اصل ته په کتو توانیدلی دی، چې د سیاسي اړیکو د ټینګښت سربېره؛ په اقتصادي او تجارتي برخو کې هم له ګڼو هېوادونو سره ښې اړیکې ورغوي. الحاج ملا عبدالمنان عمري د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: افغانستان کې د بشپړ امنیت تأمین سره کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو ته دا فرصت برابر شوی دی، چې هغوی دې دلته پانګه‌اچونه ترسره کړي.
د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر په سیمه کې د فدراتیفې روسیې ارزښت او اهمیت ته په اشارې سره، هیله وښوده، چې په روسیه کې به افغاني کرنیزو محصولاتو ته مناسب بازار برابر شي او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ په مختلفو برخو کې شته اړیکې لا پراخې او هم دې د یاد هېواد جمهوریتونو ته د افغان کاریګرو د اعزام پروسې په برخه کې دواړه لوري کاري-تخنیکي ګروپونه مشخص کړي ترڅو یو مشترک تفاهم ته ورسېږو.
د فدراتیفې روسیې سفیر دیمتري ژیرنوف خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې د افغانستان او د روسیې ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې ښه پرمختګونه شوي او د سوداګرۍ کچه په لوړیدو ده او ژمن یو په دې برخه کې نه یوازې دا، چې روسي پانګه‌وال وهڅوو ترڅو دلته پانګه‌اچونه وکړي؛ بلکې افغان سوداګرو ته به هم مناسب سهولتونه رامنځته کوو. نوموړي همداراز د ټرانزیټ په برخه کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳
Background image

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت ۱۵۰۰ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شول

 
د ننګرهار، کنړ، بغلان، پروان، نورستان او پنجشیر ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو له لوري د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته اختریزې البسې. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۰:۲۴
Background image

د ښځو او زیانمنو اقشارو د ستونزو حل زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دی

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین، الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده، د خپل معینیت د یو کلن راپور د وړاندې کولو پر مهال رسنیو ته وویل چې د ښځو او زیانمنو اقشارو ستونزو ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۵۵
Background image

د کوچني اختر په مناسبت ۵۶۹ تنه یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شو


ننګرهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۵۶۹ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت  یوه یوه جوړه اختریزې جامې ترلاسه کړې.  
د. . .

بیرته خبرونو ته