د کار  او ټولنیزو چارو وزارت د روان کال په لومړۍ ربعه کې۱۱۸ امارتي او غیر امارتي  ادارې پلټلي دي

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۰:۳۹
د ادارو تفتیش

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د کار تفتیش او لارښوونې ریاست له لوري د ۱۴۰۴ کال  په لومړۍ ربع کې ۱۱۸ امارتي او غیر امارتي ادارې پلټل شوي دي.

 په یادو ۱۱۸ ادارو کې ۱۲ امارتي او مستقلې ادارې، ۸۰ تولیدي شرکتونه او تخنیکي تصدۍ او ۲۶ داخلي او خارجي مؤسساتو او انجوګانو تفتیش ترسره شوی دی، چې په پایله کې هغه ۸۴۸۵ تنه هېوادوال او ۴۳ تنه  خارجي وګړی؛ په ګوته شوې چې د کار د جوازونه یې نه درلودل؛ او د کار جواز د ترلاسه کولو لپاره د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د بشرې ځواک لوی ریاست ته په رسمي ډول معرفي شول.
هېره دی نه وي؛ چې په ادارو کې د تفتیش
چارې د قوانینو، اصولو او مقرراتو مطابق ترسره کیږي، چې په کاري چاپیریال کې د فساد، بې‌نظمۍ او غفلت د مخنیوي سربېره؛ د کارګرانو د حقوقو، امتیازاتو، ایمنی، مزد او معاش، د قرارداد شرایطو او اضافه‌کار پوښتنه او پلټنه هم کیږي؛ ترڅو کارګرانو او کارکوونکو ته خوندي کاري چاپيریال برابر شي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۴:۶
Background image

د ماشوم ساتنې کمېټې غړو ته د ظرفیت‌لوړونې روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم‌ساتنې ریاست په هڅو او د افغانستان د هوساینې او پراختیایي خدمتونو (ADWSO) موسسې په همغږۍ؛ د ماشومساتنې کمېټې دایمي استازو ته د مسلکي ظرفیت‌لوړونې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۹
Background image

ننګرهار کې ۳۲۰ تنه ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه

د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ ۳۲۰ تنه ځوانانو ته؛ د خیاطۍ، کرتۍ او واسکټګنډلو، سولر او انورټر ترمیم، بیک‌ګنډلو، بوټ ګنډلو او موبایل ترمیم په حرفو کې د شپږ میاشتنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۳
Background image

په هلمند کې ۸۲ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ په مرکز لښکرګاه کې ۸۲ تنه ځوانان د تعمیراتو برېښنا، نلدوانۍ، د ودانیو رنګمالي او موبایل ترمیم په حرفو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي. . .

بیرته خبرونو ته