د مهارتونو ملي شورا جوړولو طرحه په پرنسیپ کې تائید شوه.

publish
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۹ - ۱۴:۶
4

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خصوصي سکتور سره په همغږۍ، پام کې لري، چې د مهارتونو ملي شورا جوړه کړي؛ په همدې موخه نن د کار او ټولنیزو چارو سرپرست سید انور سادات د خصوصي سکتور مختلفو برخو مسؤلینو سره د مهارتونو ملي شورا پر طرحې هر اړخیز بحث و کړ او د دې شورا طرحه یې په پرنسیپ کې تائيد کړه.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست سید انور سادات د یادې شورا رامنځ ته کول، د خصوصي سکتور سره په همغږۍ په کور دننه د ماهرو افغان کارګرو لپاره د کاري فرصتونو او بې کارۍ په له منځ وړلو کې مهمه یاده کړه او هیله یې څرګنده کړه، چې د دولتي او خصوصی سکتور سره په ګډه همکارۍ به د دې شورا د لا ښې رهبرۍ او پر مخ وړلو لپاره هڅې و کړي.

سید انور سادات د مهارتونو ملي شورا په را منځ ته کولو کې د خصوصي سکتور ترڅنګ د سکتوري وزارتونو او ادارو رول مهم یاد کړ او هیله یې څرګنده کړه، چې د سکتوري وزارتونو استازي هم په راتلونکي ناستو کې ګډون و کړي او د دې طرحې په لا بډاېنه کې خپل ګټور نظرونه د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره شریک کړي.

په ناسته کې د خصوصي سکتور استازو هم د خپلو خبرو په ترڅ کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت دغه هڅه و ستاییله او هیله یې و ښوده، چې هر څومره ژر دغه شورا را منځ ته شي؛ دوې همدارنګه د خپلو خبرو په ترڅ کې د خصوصي سکتور په استازیتوب د یادې شورا سره د همکارۍ ژمنه و کړه.

د دې شورا موخه په هیواد کې د ماهرو کارګرو روزلو، د کار بازار او خصوصي سکتور د اړتیاوو مطابق د خدمتونو وړاندې کولو لپاره د حل لارو چارو لټول دي.

دغه شورا به د کار او ټولنیزو چارو وزارت په رهبرۍ د سوداګرۍ ملي او صنایعو ټولنو، سکتوري وزارتونو، د فني او حرفوي زده کړو مرکزونو په غړیتوب را منځ ته او د کار بازار مطابق به د ماهرو کارګرو روزلو او په کور دننه د هیوادوالو لپاره د کاري فرصتونو را منځ ته کولو لپاره هلې ځلې کوي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته . . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۱۰
Background image

د کارموندنې خبرتیا!


د کار او ټولنیزو چارو وزارت کار اهل ته د سپارلو او مجربو افرادو د جذب او ګمارنې په منظور غواړي خپل اړوند لاندې نهه تش بستونه د آزاد رقابت له لارې اعلان ته وسپاري:
۱- پنځمه رتبه بست د . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۴:۳۱
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې درې ورځینی ښوونیز ورکشاپ پیل شو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند؛ د کار انسټيټیوټ له لوري د وزارت بېلابیلو ریاستونو کارکوونکو ته د ظرفیتلوړونې په موخه له ادارې سره د کارکوونکو د کاري مناسباتو د تنظیم تر نامه لاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۰:۵
Background image

په مرکز او ولایتونو کې د امارتي ادارو د تفتیش بهیر پیل شو

د کار د رژیم او د ریاست الوزراء د حکم پر اساس د لوی اختر د رخصتیو له پای ته رسېدو سره سم؛ په امارتي ادارو کې د کار د غوره تنظیم، اداري نظم د ساتنې، کاري انضباط د تأمین او په چارو کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۰:۳۵
Background image

د لوی اختر په مناسبت ۳۵۰ تنه یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ته کالي ووېشل شول

د لغمان او کاپیسا ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په هڅو؛ د لغمان ولایت ذکورو روزنتون ۱۲۵ تنه او ۱۲۵ تنه نور د کاپیسا  ولایت  یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو د راتلونکي نیکمرغه لوی. . .

بیرته خبرونو ته