د افغانستان او سعودي عربستان د شاهي حکومت ترمنځ د امنتي همکاریو د هوکړه لیک په مسودې بحث وشو

publish
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۵ - ۹:۵
2

دغه ناسته چې ټولنیزو چارو په معینیت کې، د افغانستان او سعودي عربستان د شاهي حکومت ترمنځ د امنیت همکارۍ تړون د مسودې د بحث لپاره جوړه شوې وه؛ لومړی، د بشري سرچینو او د کاري اړیکو رییس عبیدالله بارکزي مسوده تشریح کړه او وویل، د ننۍ ناستې اصلي موخه د دې تړون د ځینو مادو په اړه نظرونه وړاندې کول دي، چې په کار، کارګرانو او ماشومانو پورې اړه لري نو هڅه کوو د وزارت نیکې لارښونې په مسوده کې ځای پر ځای کړو.

ښاغلي بارکزي زیاته کړه: " له نېکه مرغه، د سعودي عربستان شاهي دولت به په نږدې راتلونکي کې د کار په قانون بیاکتنه وکړي، چې د هغې ډیری مادې به د بهرني کارګرانو په ګټه بدله شي." روسته بیا د ټولنیزو چارو مرستیال غلام حیدر جیلاني د مسودې په هغو موضوعاتو خپل نظرونه څرګند کړل چې بدلون ته اړتیا لري. نومړوي همدا رانګه زیاته کړه؛ په دې هوګړه لیک کې باید د اشومانو د رد مرز مسله څرګنده شي او اړینه ده چې په افغانستان کې د عربستان سفارت کې یوه حقوقي برخه جوړه شوي ترڅو وکولای شي د کارګرو له حقونو څخه دفاع وکړي.

دغه هوکړه لیک به د سعودي عربستان له شاهي حکومت سره د سلا مشورو وروسته او د اړونده بنسټونو د نظرونو په ګډون لاسلیک شي؛ وروسته به بیا سعودي عربستان ته د افغان کارګرانو لیږدلو پروسه پیل شي چې دا هوکړه لیک به د افغان کارګرانو قانوني خوندیتوب لپاره یوه مناسبه تګلاره وي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۴:۶
Background image

د ماشوم ساتنې کمېټې غړو ته د ظرفیت‌لوړونې روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم‌ساتنې ریاست په هڅو او د افغانستان د هوساینې او پراختیایي خدمتونو (ADWSO) موسسې په همغږۍ؛ د ماشومساتنې کمېټې دایمي استازو ته د مسلکي ظرفیت‌لوړونې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۹
Background image

ننګرهار کې ۳۲۰ تنه ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه

د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ ۳۲۰ تنه ځوانانو ته؛ د خیاطۍ، کرتۍ او واسکټګنډلو، سولر او انورټر ترمیم، بیک‌ګنډلو، بوټ ګنډلو او موبایل ترمیم په حرفو کې د شپږ میاشتنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۳
Background image

په هلمند کې ۸۲ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ په مرکز لښکرګاه کې ۸۲ تنه ځوانان د تعمیراتو برېښنا، نلدوانۍ، د ودانیو رنګمالي او موبایل ترمیم په حرفو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي. . .

بیرته خبرونو ته