امید د فني او حرفوي زده کړو مرکز څخه د کار او ټولنیزو چارو وزیر لیدنه

publish
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۳ - ۱۱:۳۳
2

د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج نن سهار په نشه یي توکو د روږدو کسانو لپاره د کار او ټولنیزو چارو وزارت د امید د فني او حرفوي زده کړو مرکز څخه لیدنه و کړه.

ښاغلي ته ینج د یاد مرکز څخه د لیدنې پر مهال د نوموړي مرکز له لیلې، ښوونیزو صنفونو، طعام خانې، ديپو ګانو او نورو مختلفو بخشونو څخه لیدنه و کړه؛ په نشه یي توکو د روږدو کسانو ستونزې یې واوریدې او د حل ژمنه یې و کړه.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر په نشه یي توکو روږدو کسانو ته په خطاب وویل: تاسو با اراده خلک یئ، هڅه و کړئ، چې حرفې زده او راتلونکې کې د خپلو کورنیو سره مرسته وکړئ؛ موږ ستاسو پر وړاندې مسؤلیت لرو او ستاسو ستونزو ته به حتما رسیده ګي کوو.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر، پر نشه یي توکو د روږدو کسانو لپاره امید د فني او حرفوي زده کړو مرکز وضعیت د قناعت و نه ښود، مسؤلینو ته یې اړینې او جدي سپارښتنې و کړې و یې ویل: ستاسو برخورد د دې کسانو پر روغتیا مستقم اغیز لري او هڅه و کړئ، څو د حرفې ور زده کولو تر څنګ ورته وخت په وخت د تفریح زمینه هم برابره کړئ.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۴:۶
Background image

د ماشوم ساتنې کمېټې غړو ته د ظرفیت‌لوړونې روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم‌ساتنې ریاست په هڅو او د افغانستان د هوساینې او پراختیایي خدمتونو (ADWSO) موسسې په همغږۍ؛ د ماشومساتنې کمېټې دایمي استازو ته د مسلکي ظرفیت‌لوړونې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۹
Background image

ننګرهار کې ۳۲۰ تنه ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه

د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ ۳۲۰ تنه ځوانانو ته؛ د خیاطۍ، کرتۍ او واسکټګنډلو، سولر او انورټر ترمیم، بیک‌ګنډلو، بوټ ګنډلو او موبایل ترمیم په حرفو کې د شپږ میاشتنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۳
Background image

په هلمند کې ۸۲ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ په مرکز لښکرګاه کې ۸۲ تنه ځوانان د تعمیراتو برېښنا، نلدوانۍ، د ودانیو رنګمالي او موبایل ترمیم په حرفو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي. . .

بیرته خبرونو ته