د ماشومانو حقونو څخه د ملاتړ تخنیکي کمېټې دویمه ناسته جوړه شوه.

sofia_karimi
Wed, Dec 25 2019 2:57 PM
خبر

دغه ناسته چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست سید انور سادات په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې د ماشومانو حقونو څخه د ملاتړ کمیټې د کارونو مخته وړلو لایحې، پارلمان کې د ماشوم قانون اړوند جنجالونو او د دې قانون د عامه پوهاوي اړوند هر اړخیز بحث و شو.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست سید انور سادات د جلسې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ پارلمان کې د ماشومانو څخه د ملاتړ قانون پر سر د جنجالونو په اړه معلومات وړاندې کړل، زیاته یې کړه، چې د دې ستونزې د حل په موخه یې د پارلمان مشر، مرستیالانو او یو شمیر غړو سره لیدلي دي، نوموړي همدارنګه د یاد قانون د تصویب په موخه د تخنیکي کمیټې له ټولو غړو و غوښتل څو پارلمان کې د یاد قانون د تصویب کیدو برخه کې همکاري و کړي.

په ناسته کې د ټولنیزو چارو مرستیال غلام حیدر جیلاني هم خبرې و کړې، نوموړي د ماشومانو څخه د ملاتړ قانون د تصویب په برخه کې د ذیدخلو وزارتونو او ادارو همکاري مهمه و بلله او له ټولو یې و غوښتل څو د ماشومانو څخه د ملاتړ کمیټې کارونو برخه کې په ولایتي سطحه هم خپلو مسؤلینو ته سپارښتنې و کړي. 

په دې ناسته کې د ګڼ شمیر وزارتونو او ادارو مرستیالانو او استازو هم برخه اخیستې وه، دوی هم د وزارت رهبرۍ سره، پارلمان کې د یو شمیر وکیلانو له خوا د ماشومانو څخه د ملاتړ قانون پر سر جنجالونو، د تخنیکي کمېټې د کارونو د لایحې او قانون په اړه د عامه پوهاوي اړوند هر اړخیز نظرونه شریک کړل، دوی د تخنیکي کمېټې د کارونو پر مخ وړلو لایحه د ماشومانو ستونزو ته په وخت رسیدو برخه کې مهمه و بلله او په دې برخه کې یې د همکارۍ ژمنه و کړه.  

سید انور سادات د غونډې په جمع بندۍ کې وویل، چې موږ باید د هیواد اوسني وضعیت ته په کتو سره پر عملي مکانیزمونو کار و کړو، ځکه چې قانون لرو، مسؤلیتونه هم مشخص دي او د حکومت رهبرۍ ملاتړ هم شته، نو په دې اساس د قانون په رڼا کې باید ګوټلي ګامونه واخلو.

سید انور سادات د تخنیکي کمېټې له غړو څخه د مننې تر څنګ، په ولایتي سطحه د دوی د همکارۍ غوښتنه و کړه، نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې د ولایتي کمېټو برخه کې باید له سیمه ایزو ارګانونو ادارې سره هم باید همغږي و شي، څو په ولایتي سطحه د یادو کمېټو مشري والیان مخته یوسي، نوموړي زیاته کړه، چې په ولایتي کمېټو کې باید د غیرې دولتي ادارو او مؤسسو استازو ته چې د ماشومانو برخه کې کار کوي، هم باید برخه ور کړل شي.   

Latest news

Tue, Feb 03 2026 10:26 AM
Background image

Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of the Norwegian Committee for Afghanistan

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with Terie Magnussønn Watterdal, the Head of the Norwegian Committee for Afghanistan, in his office.

Th. . .

Mon, Feb 02 2026 10:02 AM
Background image

The Regular Meeting of High Labor Council was Held

The regular meeting of the High Labor Council was held under the chairmanship of the Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari. In this meeting, the deputy. . .

Sun, Feb 01 2026 2:41 PM
Background image

Meeting of the High Commission for the Resolution of Labor-Related Disputes

Under the chairmanship of the Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, a meeting of the High Commission for the Resolution of Labor-Related Disputes was. . .

BACK TO NEWS