په نږدې راتلونکي کې به د ماشوم ساتنې ملي او جامع پالیسي جوړه شي.

publish
Wed, Sep 11 2019 3:55 PM
۳

د ټولنیزو چارو مرستیال غلام حیدر جیلاني د دې مطلب په څرګندولو سره وویل، چې دغه پالیسي د یونسیف په تخنیکی او مالي مرسته د آی بي سي آر( IBCR) کاناډایي انستیتوت سره د یو قرارداد له مخې او د ټولو هغو ذیدخله ادارو او مؤسساتو سره چې د ماشومانو په برخه کې کار کوي، په مشوره جوړه شي.

غلام حیدر جیلاني د ماشوم ساتنې لپاره د پالیسۍ جوړولو رهبري کمېټې ناسته کې وویل: د رهبرۍ کمېټې جوړولو څخه موخه دا ده، څو یاده کمېټه د ماشوم اړوند طرح او ترتیب شوي اسناد مرور او په اړه یې خپل نظرونه د کار او ټولنیزو چارو وزارت، یاد انستیتوت او یونیسف ادارې سره شریک کړي او همدارنګه نهایي شوي اسناد هم تصویب کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د رهبرۍ کمېټې ننۍ جلسې موخه داده، څو ذیدخله کورنیو او بهرنیو ادارو سره د یاد قرارداد لنډ معلومات شریک، د رهبري کمېټې غړو لیست نهایي او پر کاري لایحو بحث کول دي.

د ټولنیزو چارو مرستیال وویل، چې یاده کمېټه کې د عدلیې، کورنیو چارو، پوهنې، عامې روغتیا، ارشاد حج او اوقافو وزارتونو، بشري حقونو خپلواک کمیسیون، ملل متحد، ملي او نړیوال مؤسساتو با صلاحیته استازي شامل دي، چې د کمیټې د غړو په غوښتنه او فیصله به په کې نورې ذیدخله ادارې هم شاملې کړي.

د ماشوم ساتنې لپاره د پالیسي جوړولو کمېټې په افتتاحیه غونډه کې چې د رهبري زیاتره استازو په کې برخه لرله، دوی د کار او ټولنیزو چارو وزارت دغه اقدام و ستایه او د پالیسۍ د لا غنامندۍ په برخه کې یې د خپل پراخ ګډون او همکارۍ ژمنه و کړه.

د ویلو دی، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د روانې میاشتې په لومړیو کې د ( ۳۵۴۵۲۱) امریکایي ډالرو په ارزښت د آی بي سي آر ( IBCR) کاناډایي انستیتوت سره یوه قرارداد لاسلیک کړ، چې پر بنسټ به یې د ماشوم ساتنې یوه ملي او جامع پالیسي جوړه، د ماشوم ساتنې د قضیو موجوده مدیریتي سیستم به مرور او غني شي او همدارنګه د ماشومانو د ساتنې شبکې ریاست کارمندانو د ظرفیت لوړولو، مدیریتي سیستم لوړولو، د ماشوم ساتنې اړوند د تحقیق لارښود او معلوماتي بانک تقویت برخو کې به هم کار و شي.

 

Latest news

Tue, Feb 03 2026 10:26 AM
Background image

Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of the Norwegian Committee for Afghanistan

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with Terie Magnussønn Watterdal, the Head of the Norwegian Committee for Afghanistan, in his office.

Th. . .

Mon, Feb 02 2026 10:02 AM
Background image

The Regular Meeting of High Labor Council was Held

The regular meeting of the High Labor Council was held under the chairmanship of the Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari. In this meeting, the deputy. . .

Sun, Feb 01 2026 2:41 PM
Background image

Meeting of the High Commission for the Resolution of Labor-Related Disputes

Under the chairmanship of the Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, a meeting of the High Commission for the Resolution of Labor-Related Disputes was. . .

BACK TO NEWS