په پروان ولایت کې یو ورک شوی ماشوم له اوو کالو وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو

media_admin
Sat, Feb 01 2025 3:34 PM
پروان

د پروان ولایت د مقام او د کار او ټولنیزو چارو ریاست په گډو هڅو، د نبي الله په نوم ۱۲ کلن ماشوم، چې اوه کاله وړاندې ورک شوی و، بېرته له خپلۍ کورنۍ سره یو ځای شو. په پیل کې د پروان والي مفتي محمد ادریس انوري په خپلو خبرو کې وویل: موږ تل هڅه کوو، چې د خلکو او کورنیو لپاره د امن او هوسا ژوند زمینه برابره کړو او دا زموږ لپاره د خوښۍ ځای دی، چې نن دا ماشوم بېرته خپلې کورنۍ ته سپارو. د پروان والي د امنیتي ځواکونو، د کار او ټولنیزو چارو او صنعت او سوداګرۍ ریاستونو، او د اړوندو بنسټونو له مسوولینو څخه مننه وکړه، چې د دې ماشوم په موندلو کې هڅې کړي دي. ورپسې، د پروان د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي قدرت‌الله ذاکر وویل: کله چې موږ د دې ماشوم د ورک کېدو خبر واورېد، د پروان د والي په مشرۍ مو له ټولو مسوولینو سره ګډ کار وکړ، چې زموږ هڅو پایله ورکړه او نبي‌الله مو د مزار شریف له یو روزنتون څخه پیدا کړ، بېرته مو پروان ته راوست او خپلې کورنۍ ته مو وسپاره. همدا راز د دې ماشوم نیکه بسم‌الله، چې له کلونو وروسته یې خپل لمسی بېرته په غېږ کې ونیو، د پروان له والي، مسوولینو، امنیتي ادارو، د کار او ټولنیزو چارو ریاست او نورو ادارو څخه مننه وکړه او ویې ویل: له شک پرته د ا.ا.ا یو ولسي نظام دی، چې د خلکو د ژوند ساتنې او آرامتیا ته ژمن دی. موږ د دوی دا نیکي هېڅکله نه شو هېرولی او تل به یې په خپلو دعاگانو کې یادوو. په پای کې نبي‌الله چې له اوو کلونو وروسته بېرته له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی و، وویل: دا وخت چې زه مې له خپلې کورنۍ څخه لیرې وم، را باندې ډېر سخت تېر شو. زه د اسلامي امارت له ټولومسولینو، په ځانګړي ډول د پروان له والي مننه کوم، چې زه یې خپلې کورنۍ ته ورسولم. زه غواړم زده کړې وکړم، څو راتلونکي کې خپل ولس او ټولنې ته خدمت وکړم.

Latest news

Tue, Feb 03 2026 10:26 AM
Background image

Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of the Norwegian Committee for Afghanistan

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with Terie Magnussønn Watterdal, the Head of the Norwegian Committee for Afghanistan, in his office.

Th. . .

Mon, Feb 02 2026 10:02 AM
Background image

The Regular Meeting of High Labor Council was Held

The regular meeting of the High Labor Council was held under the chairmanship of the Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari. In this meeting, the deputy. . .

Sun, Feb 01 2026 2:41 PM
Background image

Meeting of the High Commission for the Resolution of Labor-Related Disputes

Under the chairmanship of the Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, a meeting of the High Commission for the Resolution of Labor-Related Disputes was. . .

BACK TO NEWS