د ټولنيزو چارو مرستيال سره د فرمان کيهان د دوا جوړولو شرکت مشر ليدنه

publish
Wed, Apr 21 2021 10:45 AM
4
د ټولنيزو چارو مرستيال غلام حيدر جيلاني د فرمان کيهان د دوا جوړولو شرکت مشر شفيع الله بابا سره خپل کاري دفتر کې وکتل. د فرمان کيهان د دوا جوړولو شرکت مشر د ټولنيزو چارو مرستيال سره په ليدنه کې د بې سرپرسته ماشومانو برخه کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت کړنې و ستايلې او د دې وزارت اړوند د روزنتونونو او وړکتونونو ماشومانو سره يې د ديرش زره قلمه دوا د مرستې ژمنه وکړه. د ټولنيزو چارو مرستيال غلام حيدر جيلاني د فرمان کيهان دوا جوړولو شرکت مسؤلينو له مرستې څخه د مننې ترڅنګ وويل: بايد ټولې ادارې او هيوادوال د وړکتونونو او روزنتونونو ماشومانو سره همکار اوسي؛ ځکه چې ګڼ شمير ماشومان بې سرپرسته او بې وزله دي او زموږ ټولو مرستو ته اړتيا لري. د ټولنيزو چارو مرستيال د فرمان کيهان دوا جوړولو شرکت له مسؤلينو څخه د مننې ترڅنګ پر ټولو سوداګرو او خيرخوا هيوادوالو غږ وکړ؛ څو د بې سرپرسته ماشومان د ملاتړ په برخه کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سره همکار اوسي.

Latest news

Sun, Aug 30 2026 10:18 AM
Background image

A three-Day Awareness Program Begins on Planning and Electronic Systems for Provincial Employees

A three-Day awareness program has begun for the Ministry of Labor and Social Affairs employees. In this program, the MoLSA provincial employees of Maidan Wardak, Logar, Parwan, Ghazni,. . .

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

BACK TO NEWS