د کار انسټیټیوټ کې د ظرفیت‌لوړونې د برنامو لړۍ روانه ده

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۰:۱۶
Kabul

د کار او ټولنیزو چارو وزارت انسټیټیوټ په هڅو د امارتي ادارو د کارکوونکو لپاره د نوښتګرو مدیرانو د روزنې په منظور د مدیریت بدلون تر عنوان لاندې پنځه ورځینی سیمینار جوړ شو.
د سیمینار په پرانیست غونډه کې د کار انسټیټیوټ رئیس شریف‌الله شرافت، په یوه اداره کې د بدلون اړتیا پېژندل، له نویو پرمختګونو سره ځان عیارول، د اغېزمنو اړیکو جوړول او کارکوونکو ته د بدلون د موخو، لارو او ګټو واضح کولو په اړه هر اړخیز معلومات شریک او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې په دې پروګرام کې له ترلاسه شویو زده‌کړو، مهارتونو او تجربو څخه په استفادې هېوادوالو ته غوره او ګټور خدمات وړاندې کړي. نوموړي همداراز ډاډ څرګند کړ، چې د وخت اړتیاوو ته په کتو سره به په خپلو روزنیزو پروګرامونو او برنامو کې پراخوالی راولي.
د یادونې وړ ده، چې د کار انسټیټیوټ په هڅو، په کاپیسا ولایت کې هم د فني او حرفوي زده‌کړو د استادانو لپاره د مېتودو‌لوژي او د فني او حرفوي زده‌کړو د نصابونو د تطبیق تر عنوانونو لاندې دوه برنامې په عملي ‌ډول پيل شوې دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۹:۳۳
Background image

پرداخت پول نقد برای ۵۰  تن از کارآموز فن و حرفه در بلخ

به اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت بلخ، برای ۵۰ تن از کارآموزان فن و حرفه در آن ولایت (به هر کارآموز مبلغ ۳۰۰۰ افغانی که جمعا مبلغ ۱۵۰۰۰۰) پول نقد پرداخت شد.

مولوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۸:۵۷
Background image

آغاز رسمی روند اعزام قانونی کارگران ماهر و مسلکی افغان به کشورهای بیرونی

برای نخستین بار و به ابتکار وزارت کار و امور اجتماعی،  روند رسمی اعزام نیروهای ماهر و مسلکی افغان به کشورهای بیرونی آغاز شد.

در مراسمی که به همین مناسبت برگزار گردید، محترم ملا عبدالغن. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۶:۰
Background image

دیدار وزیر کار و امور اجتماعی با سفیر جمهوری اسلامی ایران

الحاج ملا عبدالمنان عمری، وزیر کار و امور اجتماعی ، امروز در دفتر کارش با آقای علی‌رضا بیگدلی، سفیر جمهوری اسلامی ایران مقیم کابل دیدار نمود.

در این دیدار دو طرف پیرامون تقویت و گسترش. . .

باز گشت به اخبار