د کار او ټولنیزو چارو وزارت، په تېرو اتو میاشتو کې د څه باندې ۷۷۰۰ماشومانو قضیو ته رسېدنه کړې ده

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۹:۲
n

د ۱۴۰۳هـ.ش کال په لومړیو اتو میاشتو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او اړوندو ولایتي ریاستونو په هلو ځلو په ټول هېواد کې د شاوخوا ۷۷۳۲ تنه ردمرزي او لادرکه ماشومانو قضیو رسېدنه شوې ده.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې ریاست د ارقامو له مخې په مرکز کې د ۱۸۲۷تنو ماشومانو قضیو ته د رسېدنې سربېرهد مختلفو ولایتونو شاوخوا ۵۹۰۵تنه رد مرزي ماشومان هم خپلو کورنیو تهبیرته سپارل شوي دي .
په دې ماشومانو کې ډېری د کابل، هرات، تخار، فاریاب، سرپل، سمنګان او لغمان ولایتونو اوسېدونکي دي، چې د ایران، پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې هېوادونو څخه ردمرز شوي وو، د کار او ټولنیزو چارو وزارت او اړوندو ولایتي ریاستونو په هڅو له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت، اړوندو ولایتي ریاستونو او همکارو مؤسساتو په ګډو هڅو د دې ماشومانو د کورنیو تر پیدا کېدو پورې د دوی د استوګنې، خوراک، څښاک او د لارې کرایې سربېره د ماشوم ساتنې کمېټې له لوري د ماشومانو د حقونو په اړه ماشومانو او د هغوی کورنیو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه هم وړاندې شوي دي.
 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۱۰
Background image

فراغت ۹۵ تن از آموزش‌های فن و حرفه در بامیان

به اساس تلاش و هماهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت بامیان ۹۵ تن از کار آموزان فن و حرفه پس از به پایان رسانیدن برنامه آموزشی شش ماهه در بخش «فلزکاری، خیاطی و موبل و فرنیچر» سند فراغت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۹:۱۳
Background image

توزیع پول نقد برای ۸۷۸ کودک شاقه‌کار، بازمانده از مکتب، روی‌جاده، یتیم و بې‌سرپرست و فامیل‌های بی بضاعت در بغلان، بلخ، ارزگان و پنچشېر

 

به اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست‌های کار و امور اجتماعی ولایت‌های بغلان، بلخ و  ارزگان؛ برای ۸۰۰ کودک شاقه‌کار، بازمانده از مکتب، روی‌جاده، یتیم و بی‌سرپرست و از جمله ۴۰۰ در بغلان، ۳۶۰. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۴:۱۹
Background image

رهنمود فعالیت‌های شورای عالي کار تایید شد

در نشستی به ریاست الحاج ملا عبدالمنان عمري وزیر کار و امور اجتماعی و حضور نمایندگان اتحادیه‌های مربوط به کارگران، رهنمود فعالیت‌های شورای عالی کار و وظایف سکرتریت این شورا در پرنسیپ. . .

باز گشت به اخبار