د افغانستان لپاره د اوزبيکستان سفير سره د کار او ټولنيزو چارو وزير ليدنه

publish
أربعاء, أبريل 21 2021 11:39 صباحا
05

د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج په داسې حال کې چې د کاري چارو مرستيال محمد اجمل شاه پور هم حضور درلود، د افغانستان لپاره د اوزبيکستان سفير خواجه شادمانوف سره و کتل.

دې ليدنه کې دواړو لوريو له کار او ټولنيزو چارو وزارت سره د اوزبيکستان هيواد پر همکارۍ خبرې وکړې؛ ښاغلي ته ينج د اوزبيکستان سفير څخه و غوښتل؛ څو د کار او ټولنيزو چارو وزارت سره د فن او حرفې برخه کې همکاري وکړي او لکه د افغان ـ کوريا انستيتوت په څير د افغان ـ اوزبيک انستيتوت جوړولو کې همکاري او مرسته و کړي.

د اوزبيکستان سفير د خپلو خبرو په ترڅ کې، افغانستان او اوزبيکستان دوه دوست هيوادونه ياد کړل او د فرهنګي، سياسي، اقتصادي او سوداګرۍ برخو کې يې د دواړو هيوادونو د نيکو اړيکو ستاينه او د کار او ټولنيزو چارو وزير د غوښتنو اړوند يې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د افغانستان لپاره د اوزبيکستان سفير همدارنګه ژمنه وکړه، چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت يو تخنيکي ټيم لپاره به ياد هيواد ته د يو کاري سفر زمينه هم برابره کړي؛ څو د لا ښو دوه اړخيزه همکاريو په موخه د اوزبيکستان هيواد تخنيکي څانګو څخه ليدنه او له مسؤلينو سره يې له نږدې خبرې وکړي.

پای کې دواړو لوريو د دوه اړخيزه همکاريو او د دواړو لوريو ترمنځ د کاري چارو پروسې پر اسانتيا ټينګار و کړ.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار