پکتیا کې څلوښت تنه ځوانانو ته د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو په موخه کاري وسایل ووېشل شول
د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د هڅو او همغږۍ، ۴۰ تنه ځوانانو ته د ۳۰۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت د کوچنیو کاروبارونو د زمېنې برابرولو په موخه، چې د ودانیزې برېښنا او موټرسایکل ترمیم په برخو کې یې خپلې زدهکړې بشپړې کړې وې، د خپلو اړوندو حرفو کاري وسایل وویشل شول.
د وسایلو د وېش پرمهال د پکتیا و لایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازي په خپلو خبرو کې د EPDO همکارې موسسې څخه د مننې سربېره وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه کوي، چې په هېواد کې د بېکارۍ د کچې راټیټولو په موخه هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې د کار زمینه برابره کړي.
په پای کې له مستفیدینو څخه وغوښتل، چې له ورکړل شویو کاري وسایلو څخه په سمه توګه استفاده او له دې لارې خپلو کورنیو ته حلاله نفقه پیدا کړي.
