کابل کې ۹۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده کړو فارغ شول

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۳:۴۹
اقشار آسیب پذیر


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛  اړوند د مهارتونو د پراختيا لوی ریاست په هڅو او همغږۍ ۹۰ تنه ځوانان؛ له زیان سره مخ اقشارو د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز فارغ او تصديق‌پاڼې ترلاسه کړې .
په همدې مناسبت جوړې شوې فراغت غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمدزاهد احمدزي په خپلو خبرو کې فارغ‌شویو ځوانانو ته د مبارکۍ سربېره وویل: د خوښۍ ځای دی، چې نن له زیان سره مخ اقشارو د فني او حرفوي زده کړو له مرکزه ۹۰ تنو ځوانانو د فراغت شاهدان یو، چې په نلدوانۍ، د تعمیراتو برېښنا او د موبایل ترمیم حرفو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي زده کړو وروسته  ټولنې ته د ماهرو کاریګرو په توګه وړاندې کیږي، چې په دې سره به دوی وکولي شي خپلې کورنیو ته حلاله نفقه پیداکړي.
د کار چارو معین همدا راز څرگنده کړه، چې دا وزارت د خپلو نورو مسؤلیتونو ترڅنګ، د هېواد په ټولو ولایتونو کې ځوانانو، له اعتیاد څخه رغېدلو کسانو او معلولو مجاهدینو ته په مختلفو برخو کې د کار بازار اړتياوو ته په کتو د فني او حرفوي  زده‌کړو زمینه برابره کړې او هر کال په زرګونو تنه ځوانان له دې‌ حرفو څخه د فراغت سندونه ترلاسه کوي. زموږ تجربو ښودلې ده، چې د دغو فارغانو ډېری برخه اوس د کار بازار کې عملاً بوخت او له دې لارې د خپلو کورنیو نفقه برابروي، چې بېسارې او مهم اقدام دی او تر یوه بریده یې د بېکارۍ د کچې په راکمولو کې مثبته اغېزه کړې ده.
 مولوي احمدزي د خپلو خبرو په دوام کې زیاته کړه، چې بېکاري زموږ د ولسونو یوه ستونزه ده او د هغې پر وړاندې د مبارزې په موخه، ا.ا.ا، په ځانګړي ډول د کار او ټولنیزو چارو وزارت، هڅه کوي چې هېوادوالو ته د کار مناسب فرصتونه برابر کړي.
په پای کې د کار چارو معین؛ د مهارتونو د پراختیا لوی رئیس مولوي رحیم‌الله صراح، د فني او حرفوي زده‌کړو د تنظیم رئیس مولوي عبدالواحد فایز؛ د افغان جایکا رهبري پلاوي او خبریالانو سره څنګ پرڅنګ د زیانمنو اقشارو د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه لېدنه وکړه او د یاد مرکز له ټولګیو، زده‌کوونکو، استادانو او مسئولینو سره یې وکتل، زده‌کوونکو ته یې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ، د استادانو او مسئولینو له هڅو یې مننه وکړه او هغوی ته یې په چارو کې د بریالیتوب هېله څرګنده کړه.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۱۸
Background image

د مرکزي زون ولایتونو کارکوونکو ته د پلان جوړونې او برېښنايي سیستمونو په اړه د پوهاوي درې ورځنۍ برنامه پیل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کلني پلان د غوره تطبیق، د چارو د لا ښه انسجام او متوقعه پایلو د ترلاسه کولو په موخه، د میدان وردګو، لوګر، پروان، غزني، کاپیسا، بامیان او پنجشېر ولایتونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۳
Background image

په لغمان کې ۴۵ اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوه

د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۴۵ اړمنو کورنیو ته، چې د یوې شفافې او منظمې سروې په ترڅ کې مستحقې پېژندل شوې وې؛ هرې کورنۍ ته ۲۲۰۰۰؛ مجموعاً ۹۹۰۰۰۰ افغانیو په. . .

بیرته خبرونو ته