سلګونه تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له  فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۱:۱۷
Kabul

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده کړو له مرکز څخه په څلورمې ښوونیزې دورې کې ۵۱۴ تنه له اعتیاد څخه رغیدلي اشخاص؛ له ۶میاشتنیو عملي او نظري زده‌کړو وروسته؛ په خیاطۍ، د تعمیراتو برېښنا، بوټ‌ګنډلو، بیګ‌ګنډلو او د کورنیو برقي وسایلو ترمیم په حرفو کې له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول.
هغې غونډې ته چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار  چارو معین الحاج مولوي محمدزاهد احمدزي وویل: د خوښۍ ځای دی، چې نن تر ټولو محروم قشر د فني او حرفوي زده‌کړو پر ګاڼه له سمبالېدو وروسته د یو مسئول انسان او فرد په توګه ټولنې او کورنیو ته وړاندې کوو؛ چې له دې وروسته به نه یوازې پر ټولنې او کورنیو بوج نه وي بلکې  د خپلو کورنیو د حلالې نفقې برابرولو مسؤلیت به هم ولري.
مولوي محمدزاهد احمدزي زیاته کړه: د کار او ټولنیزو چارو وزارت توانیدلی چې د کابل سربېره په هرات، کندهار، پکتیا او پکتیکا کې هم له اعتیاد څخه  رغېدلو ۵۰۰۰ څخه زیاتو هېوادوالو ته تر دې دمه د فني او حرفوي زده‌کړو زمېنه برابره کړي، چې اکثریتو یې کاري وسایل هم ترلاسه کړي دي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت هوډمن دی، چې دا سلسله په کمي او کیفي ډول د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځوي.
مولوي محمدزاهد احمدزي له فارغانو او د هغوی له کورنیو وغوښتل؛ چې خپل کسب او کار ته په مخلصانه ډول غاړه ورکړي،  او له یادو ځوانانو سره د یو مسئول کس په توګه چلند وکړي.
غونډې ته د مهارتونو د پراختیا لوی رئیس مولوي رحیم‌الله صراح هم په خپلو خبرو کې وویل: د هېواد له ښار او کوڅو او همدارنګه له کلیو او بانډو څخه د معتادینو راټولول، تداوي کول، هغوی ته فني او حرفوي زده‌کړې ورکول او پر هغوی کاري وسایل ویش یوه کامیابه برنامه ده؛ چې زرګونه ځوانان له هغې مستفید شوي او هوډ لرو، چې دا برنامه د هېواد هر ګوټ او د مخدرو مواد له اعتیاد څخه  د هر متضرر کس تر کوره ورسوو. 
د یادولو وړ ده؛ چې له دې وړاندې هم په کابل، کندهار، هرات، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې تر ۵۰۰۰ زیات له اعتیاد څخه رغېدلو هېوادوالو فني او حرفوي زده‌کړې ترلاسه کړې وې او د ماهرو کارګرو په توګه د کار بازار ته وړاندې شوي وو.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۹
Background image

ننګرهار کې ۳۲۰ تنه ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه

د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ ۳۲۰ تنه ځوانانو ته؛ د خیاطۍ، کرتۍ او واسکټګنډلو، سولر او انورټر ترمیم، بیک‌ګنډلو، بوټ ګنډلو او موبایل ترمیم په حرفو کې د شپږ میاشتنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۳
Background image

په هلمند کې ۸۲ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ په مرکز لښکرګاه کې ۸۲ تنه ځوانان د تعمیراتو برېښنا، نلدوانۍ، د ودانیو رنګمالي او موبایل ترمیم په حرفو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۱۶
Background image

په لوګر کې ۱۸۵ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ووېشل شوه

د لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۱۸۵ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو؛ هر ماشوم ۱۱۳۰۹؛  مجموعاً د ۲۰۹۲۱۷۹ افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ترلاسه کړه.

د. . .

بیرته خبرونو ته