په لغمان کې نهه‌دیرش تنو اړمنو او بې‌وزلو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۴:۲۴
لغمان

د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو ۳۹ تنو اړمنو او بې‌وزلو کسانو ته د کاروبار د پیل لپاره د څه باندې یو میلیون افغانیو په ارزښت د کراکرۍ، ترکاڼۍ، دوکاندارۍ او مالدارۍ په حرفو کې کاري توکي وویشل شول.

هغې غونډې ته، چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه؛ د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازي په خپلو خبرو کې د سرف- افغانستان همکارې مؤسسې له مالي ملاتړ څخه د مننې سربېره له یادو ځوانانو څخه غوښتنه وکړه، چې له وسایلو او مرستو څخه غوره استفاده وکړي ترڅو خپلو کورنیو ته حلاله نفقه پیداکړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۰:۴۵
Background image

د کار عالي شورا نوبتي ناسته وکړه


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبد المنان عمري په مشرۍ؛ د کارګرو اتحادیو او د افغانستان د اتاقونو د استازو په ګډون د د ترسره شویو پرېکړو د تطبیق په موخه د کار عالي شورا اتمه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۶
Background image

کابل کې له فني او حرفوي زده‌کړو څخه ۱۲۶ تنه ځوانان فارغ شول


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مهارتونو د پراختیا لوی ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د کابل ښار د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه ۱۲۶ تنه ځوانان په ودانیزو برېښنا، نلدوانۍ، فلزکارۍ او خیاطۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۲:۳۲
Background image

د کار چارو معین د زندانونو د چارو د سمون ادارې په روزنیز سمینار کې ګډون او وینا وکړه


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د زندانونو چارو د سمون ادارې په روزنیز سیمینار کې چې  موخه یې د چارو د غوره تنظیم وه ګډون او وینا وکړه. 
د. . .

بیرته خبرونو ته