بدخشان او بغلان ولایتونو علمای کرامو، مجاهدینو او قومي مشرانو سره د مالي او اداري چارو معین ناسته وکړه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۰:۳
n

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو معین الحاج مولوي دین‌محمد حقبین د بدخشان او بغلان ولایتونو له علمای کرامو مجاهدینو او قومي مشرانو سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل.
 په دې کتنه کې  د بدخشان او بغلان ولایتونو علمای کرامو مجاهدینو او قومي مشرانو د خپلو ستونزو، ننګونو، غوښتنو او راتلونکو پلانونو په اړه  معلومات شریک کړل. چې وروسته  د مالي او اداري چارو معین الحاج مولوي دین‌محمد حقبین له لوري ډاډ څرګند شو، چې دا هڅه به کوي، ترڅو اړونده چارواکو سره په ناستو کې یاد ولایتونو ته د هغوی پاملرنه جلب کړي. تر څو شته ستونزي حل او غوښتنو ته رسېدنه وشي. 
همدارنګه  مالي او اداري چارو معین زیاته کړه د افغانستان اسلامي امارت مسؤلین دې ته ژمن دي، چې خپلو ولسونو سره په ناستو کې د دوی ستونزې واوري او د حل په موخه یې د امکان تر بریده اقدام وکړي، چې خلکو او هېواد ته د ژمنتیا نښه او د مسؤلیت په ښه ډول ادا کول دي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۱۸
Background image

د مرکزي زون ولایتونو کارکوونکو ته د پلان جوړونې او برېښنايي سیستمونو په اړه د پوهاوي درې ورځنۍ برنامه پیل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کلني پلان د غوره تطبیق، د چارو د لا ښه انسجام او متوقعه پایلو د ترلاسه کولو په موخه، د میدان وردګو، لوګر، پروان، غزني، کاپیسا، بامیان او پنجشېر ولایتونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۳
Background image

په لغمان کې ۴۵ اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوه

د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۴۵ اړمنو کورنیو ته، چې د یوې شفافې او منظمې سروې په ترڅ کې مستحقې پېژندل شوې وې؛ هرې کورنۍ ته ۲۲۰۰۰؛ مجموعاً ۹۹۰۰۰۰ افغانیو په. . .

بیرته خبرونو ته