د کار چارو معین د بشري قواو له عمومي ریاست څخه لیدنه او څارنه ترسره وکړه؛

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۱ - ۹:۴۵
R

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین مولوي محمد زاهد جان آغا، د دې وزارت اړوند د بشري قواو له عمومي ریاست څخه د لیدنې پر مهال؛ مراجعینو ته د سهولتونو په جوړېدو ټینګار وکړ.

دې لیدنه کې د کار چارو معین مولوي محمد زاهد جان آغا، د بشري قواو د عمومي رئیس مولوي حسین‌احمد مدني په ملتیا د دې ریاست د مختلفو ریاستونو او برخو څخه څارنه ترسره او هم یې د ځینو مراجعینو او د ریاست کارکوونکو غوښتنې او وړاندیزونه واوریدل.

مولوي محمد زاهد جان آغا خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې د بشري قواو عمومي ریاست دې هڅه وکړي چې د کار جوازونو د وېش پرمهال  او هم دې په نورو اړونده برخو کې مراجعینو او هېوادوالو ته  لازم سهولتونه برابر کړي. ترڅنګ یې ډاډ څرګند کړ چې نيمګړتیاوو ته د رسېدنې په موخه به هڅې وکړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۰:۲
Background image

د کار عالي شورا نوبتي ناسته وکړه

د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ؛ د کار چارو معین، د قواعدو او د کار شرایطو د بهبود رئیس، د کار حقوقو د تقنین رئیس، د خصوصي سکتور استازو، ټولنیزو شریکانو او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۴۱
Background image

له کار څخه راولاړو شویو اختلافاتو د حل عالي کمېسیون ناسته وکړه

د کار او ټولنيزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ، د کار چارو معین، د اړوندو ادارو مسؤلینو، د کارګرانو اتحادیې، د خصوصي سکتور او د یو شمېر شرکتونو د کارفرمایانو او کارګرو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۰:۳۳
Background image

کونړ کې ۴۸۷ تنه له زیان سره د مخ میرمنو، یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ته ژمني توکي ووېشل شول


د کونړ ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یاد ولایت په نورګل او خاص‌کونړ ولسوالیو کې د زلزلې له امله ۴٨٧ تنه زیانمنو مېرمنو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته ژمني توکي. . .

بیرته خبرونو ته