په کلکان ولسوالۍ کې د ماشوم ساتنې شبکه پرانیستل شوه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو؛ د ماشوم ساتنې ریاست له لوري د کابل ولایت د کلکان په ولسوالۍ کې د بېسرپرسته ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ماشوم ساتنې شبکه پرانیستل شوه.
په همدې مناسبت جوړې شوې پرانېستغونډې ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې رئیس مولوي نجيبالله وقاد په خپلو خبرو کې وویل: د همکارو ادارو په همغږۍ سره د ټولنې د تر ټولو زیانمن قشر د حقونو د خونديتوب او د اغېزمن ملاتړ لپاره لا ډېرو هلو ځلو، عملي او کوټلو ګامونو او دوامدارو همکاریو ته اړتیا ده؛ ترڅو د ګډې همغږۍ له لارې وکولی شو د ماشومانو د حقونو د تأمین او هوساینې لپاره ګټور اقدامات وکړو.
مولوي وقاد د خبرو په دوام زیاته کړه: د شاقهکارو، د سړک پرمخ کارګرو، یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو ساتنې، سالمې ودې او هوساینې ته ځانګړې پاملرنه د ټولو امارتي او غیر امارتي ادارو او همکارو موسساتو ګډ مسئولیت دی.
د یادونې وړ ده، چې په یاده پرانیستغونډه کې د کلکان ولسوال، قومي مشران او د اړوندو ادارو مسئولینو هم حضور درلود.
