په دهسبز ولسوالۍ کې د ماشوم ساتنې کمېټه پرانیستل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو؛ د ماشوم ساتنې ریاست له لوري د کابل ولایت د دهسبز په ولسوالۍ کې د ماشوم ساتنې کمېټه پرانیستل شوه.
په همدې مناسبت جوړې شوې پرانېست غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې رئیس مولوي سعدالدین مطمئن په خپلو خبرو کې وویل: د ټولنې تر ټولو زیانمن قشر له حقوقو څخه د ملاتړ لپاره نورو هلو ځلو، کوټلو ګامونو او ستاسو اساسي مرستو او همکاریو ته اړتیا ده.
همداراز نوموړي په خپلو خبرو کې د اسلام له نظره یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو پر حقوقو، د ستونزو حل، هغو ته د ژوندانه سهولتونو برابرولو او له خپلو کورنیو سره یې د بیا ځلې یو ځای کولو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړي.
ورپسې د دهسبز ولسوال الحاج مولوي عطاءالله مجروح هم په خپلو خبرو کې په یاده ولسوالۍ کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له فعالیتونو څخه د مننې سربېره وویل: د ماشوم ساتنې کمېټې جوړول یو مثبت او نېک ګام دي چې په دې سره به د یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو ستونزو ته رسېدنه وشي.
د یادونې وړ ده، چې د ماشومانو د ساتنې کمېټه تر دې وړاندې په ټولو ولایتونو او ډېری ولسوالیو کې لا له وړاندې فعاله ده او موخه یې د ماشومانو د ملاتړ نظام پیاوړی کول دي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت ژمن دی چې یادې کمیټې د پرانیستلو بهیر به نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.
افتتاح کمیتهٔ محافظت اطفال در ولسوالی دهسبز