د کار چارو معین چپرهار ولسوالۍ ته سفر وکړ

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۴:۸
ننګرهار

د کار او ټولنیزو چارو وزارت،  د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي، د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ ته په خپل سفر کې ٦٠ تنو بېرته راستانه‌شويو هېوادوالو ته د فني او حرفوي زده‌کړو برنامه پرانېسته.

د کار چارو معین، په همدې مناسبت جوړې شوې ناسته کې وویل: د افغانستان اسلامي امارت بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د کارموندنې، سرپناه او پانګه‌والو ته د صنعتي ښارګوټو د برابرولو په موخه عملي اقدامات کړي او ژمن دی، چې په دې برخو کې روانې هڅې لا ګړندۍ کړي.
الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي زیاته کړه: د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم مطابق؛  د کار او ټولنیزو چارو وزارت هم کارموندنې کمېټې د مسوول په توګه، هڅه کوي چې د اړوندو امارتي او غیر امارتي ادارو او خصوصي سکتور سره په همغږۍ بېرته راستنېدونکو ته کاري فرصتونه برابر  او ترڅنګ یې لېواله او په شرایطو برابرو ځوانانو ته فني او حرفوي زده‌کړې ورکړي
.

د یادولو ده چې چپرهار ولسوالۍ کې ٦٠ تنو بېرته راستانه شويو ځوانانو ته د مبایل، رېکشا او سولری برېښنا د ترمیم په حرفو کې د ډاکار همکارې مؤسسې په همکارۍ، د اوو میاشتنیو زده‌کړو زمینه برابره شوه.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۰:۴۵
Background image

د کار عالي شورا نوبتي ناسته وکړه


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبد المنان عمري په مشرۍ؛ د کارګرو اتحادیو او د افغانستان د اتاقونو د استازو په ګډون د د ترسره شویو پرېکړو د تطبیق په موخه د کار عالي شورا اتمه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۶
Background image

کابل کې له فني او حرفوي زده‌کړو څخه ۱۲۶ تنه ځوانان فارغ شول


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مهارتونو د پراختیا لوی ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د کابل ښار د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه ۱۲۶ تنه ځوانان په ودانیزو برېښنا، نلدوانۍ، فلزکارۍ او خیاطۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۲:۳۲
Background image

د کار چارو معین د زندانونو د چارو د سمون ادارې په روزنیز سمینار کې ګډون او وینا وکړه


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د زندانونو چارو د سمون ادارې په روزنیز سیمینار کې چې  موخه یې د چارو د غوره تنظیم وه ګډون او وینا وکړه. 
د. . .

بیرته خبرونو ته