د کار چارو معین د خوست له والي سره وکتل؛

د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي، خوست ولایت ته د خپل رسمي کاري سفر په ترڅ کې د دې ولایت له والي مولوي عبدالقیوم روحاني سره وکتل.
کتنه کې دواړو لوریو په خوست ولایت کې د ټولګټو پروژو د تطبیق، ځوانانو ته د کار موندنې او د فني او حرفوي زدهکړو برنامو د تطبیق، خوست مېشتو ولسونو ته د خدماتو د وړاندې کولو، د خوست ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست څخه د ملاتړ، د یتیمو او بېسرپرستو ماشومانو د کفالت او د ځینو نورو اړونده مواردو په رابطه خبرې وکړې.