د کار چارو معین د بهر مېشتو افغانانو له یو شمېر استازو سره وکتل

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۱۰:۱۹
Afghan Diapora

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې د بریتانیا، امریکا، فرانسې، اتریش او المان هېوادونو کې مېشتو افغانانو د ټولنو له استازو سره وکتل.
په پیل کې نورعالم حکیمیار او ورسره نور د بهرمېشتو افغانانو استازیو؛ د خپلو ستونزو، ننګونو،  په بهر کې شته فرصتونو، لاسته‌راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه د کار چارو معین سره هر اړخیزه معلومات شریک او بهرنیو هېوادونو ته د انساني قاچاق د مخنیوي، ځوانانو ته په هېواد کې دننه د کاري فرصتونو د برابرولو؛ او د هېواد په لویو او ملي پروژو کې د هغوی له تجربو، تحصیل، تخصص او مسلکي کدرونو څخه د استفادې پرڅرنګوالي خبرې وکړي.
ورپسې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې خپل هېواد ته د هغوی د راتګ له امله د ښه راغلاست سربېره وویل: د افغانستان اسلامي‌امارت په ځانګړي ډول د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه داده ترڅو په هېواد کې دننه ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي، د نړۍ له اړتیا او معیارونو سره سم فني او حرفوي زده‌کړې ورکړو او د امکان په صورت کې یې د اشتغال لپاره د ماهر کاریګر په توګه بهرنیو کارګرمنونکو هېوادونو ته ولېږو.
الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي زیاته کړه، چې په ټوله نړۍ کې یوازې دولت نه شي کولای، چې د هغه هېواد ټول کاري ځواک په خپله اډانه کې جذب کړي، اوس په ټول هېواد کې هر ډول پانګه‌اچونې ته غوره شرایط برابر دي؛ نو له هېواد څخه بهر افغان سوداګرو، صنعت‌کارانو او پانګوالو څخه غوښتنه کوو، چې د هېواد په داخل کې پانګه اچونه وکړي ترڅو هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې کاري فرصتونه برابر کړي.
په پای کې مولوي محمدزاهد احمدزي وویل: افغانستان؛ په بهر کې مېشت هېوادوالو تجربو، تخصص، مسلک او پانګې ته په ملي او لویو پروژو او همدارنګه د بیکارۍ په شمول لویو ټولنیزو ستونزو په حل کې اړتيا لري، او په یادو برخو کې د هغوی هر ډول څیړنیزې طرحې په ورین تندي مني.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۹
Background image

ننګرهار کې ۳۲۰ تنه ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه

د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ ۳۲۰ تنه ځوانانو ته؛ د خیاطۍ، کرتۍ او واسکټګنډلو، سولر او انورټر ترمیم، بیک‌ګنډلو، بوټ ګنډلو او موبایل ترمیم په حرفو کې د شپږ میاشتنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۳
Background image

په هلمند کې ۸۲ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ په مرکز لښکرګاه کې ۸۲ تنه ځوانان د تعمیراتو برېښنا، نلدوانۍ، د ودانیو رنګمالي او موبایل ترمیم په حرفو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۱۶
Background image

په لوګر کې ۱۸۵ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ووېشل شوه

د لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۱۸۵ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو؛ هر ماشوم ۱۱۳۰۹؛  مجموعاً د ۲۰۹۲۱۷۹ افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ترلاسه کړه.

د. . .

بیرته خبرونو ته