د کار عالي شورا نوبتي ناسته ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۱۹
کار عالي شورا

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ، د صنایع او معدن خونو د وړاندیزونو د ارزونې او د تېرو پرېکړو د تعقیب په موخه، د کار عالي شورا اوومه نوبتي ناسته ترسره کړه.
د ناستې په پیل کې د کار چارو معینیت استازي د ترسره شویو فعالیتونو او د تېرې ناستې د پرېکړو د تطبیق په اړه راپور وړاندې کړ.
ورپسې، د ناستې ګډونوالو د کورنیو او بهرنیو اتباعو لپاره د روغتیايي اسنادو او کار جوازونو د ترلاسه کولو په موخه د مناسبو بیو ټاکلو، د کورنیو وګړو لپاره د بایومټریک او روغتیايي اسنادو د ترلاسه کولو بهیر د اسانه کولو، د کار جوازونو د ترلاسه کولو په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو، د کارګرانو د شکایتونو د ثبت لپاره د یوه مرکز د رامنځته کولو او د وړتیاوو د تثبیت له ریاست سره د کسبه‌کارانو او اهل حرفه اشخاصو د وړتیاوو د تثبیت په برخه کې د کارګري اتحادیو او خونو د همکارۍ په اړه هر اړخیز بحث وکړ.
په پای کې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي هم په خپلو خبرو کې د کارموندنې د فرصتونو پر پراختیا، د ملي اقتصاد پر ودې، د کسبه‌کارانو او کوچنیو تولیدوونکو پر ملاتړ، د جوازونو د ترلاسه کولو د بهیر پر ساده کولو، د کاري ځواک د مهارتونو پر لوړولو، د کورنیو تولیداتو پر ودې او د بنسټیزو زېربناوو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده، چې په دې ناسته کې د کارګرانو او کارکوونکو د ملي اتحادیې سرپرست رئیس مولوي عبدالمتین مولوي‌زاده، د قواعدو، د کار شرایطو د ښه‌والي او خوندیتوب رئیس مولوي حسین‌احمد مدني، د کار حقوقو د تقنین رئیس بشیر احمد راسخ، د خصوصي سکتور استازو، ټولنیزو شریکانو او د اړوندو ادارو مسؤولینو هم ګډون درلود.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۱۹
Background image

د کار عالي شورا نوبتي ناسته ترسره شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ، د صنایع او معدن خونو د وړاندیزونو د ارزونې او د تېرو پرېکړو د تعقیب په موخه، د کار عالي شورا اوومه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۵۹
Background image

کابل کې له فني او حرفوي زده‌کړو څخه ۱۹۸ تنه ځوانان فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د فني او حرفوي زده‌کړو د مراکزو د تنظیم ریاست په هڅو؛ ۱۹۸ تنه ځوانان له زیان‌ سره د مخ اقشارو او د جاپان یونسکو د فني او حرفوي زده‌کړو په  مرکزونو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان کې د ۸۰ تنو په ظرفیت یو باب روزنتون پرانیستل شو

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ په مرکز ترینکوټ کې د ۸۰ تنو یتیمو او بې‌سرپرسته نجونو د حمایت لپاره یو باب روزنتون فعاله شو.

په همدې مناسبت جوړې شوې پرانیست غونډې ته. . .

بیرته خبرونو ته