د کار او ټولنیزو چارو وزیر د یونیسف سازمان د ماشوم‌ساتنې له عمومي مسئولې سره وکتل 

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۱:۰
یونیسف ملاقات

د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملاعبدالمنان عمري، نن د خپل کار په دفتر کې د یونیسف سازمان د ماشوم‌ساتنې له عمومي مسئولې شیما ګوپتا سیني او ورسره مل پلاوي سره ولیدل.
د ناستې په پیل کې  د کار او ټولنیزو چارو وزیر په هېواد کې د ماشومانو د ملاتړ په برخه کې د یونیسف سازمان له فعالیتونو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره زیاته کړه: د ماشومانو په برخو کې د ملي او نړیوالو سازمانونو د فعالیتونو د انسجام او اغیزمنتیا لپاره ضروري ده، چې د ماشومانو د ملاتړ په برخه کې د هرې پروژې په ترتیب او ډیزاین کې د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره نږدي هم‌غږي وشي، ترڅو په هېواد کې خدمات تر ټولو مستحقو خلکو او سیمو ته ورسیږي او د زیانمن ماشوم د ملاتړ ترڅنګ د هغه کورنۍ هم حمایه شي؛ ترڅو په ټوله کې ماشوم بیاځلي کار ته مجبور نه شي او د هغه تعلیم او تربیې ته زمینه برابره شي.
د یونیسف سازمان د ماشوم‌ساتنې عمومي مسئولې آغلې شیما ګوپتا سیني هم په خپلو خبرو کې یونیسف سازمان سره د کار او ټولنیزو چارو وزارت له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه: د افغان زیانمنو ماشومانو د غوره ملاتړ لپاره ضروري ده، چې پر یوې مشخصې او مشترکې حمایوي طرحې باندې کار وشي، ترڅو فعالیتونه منظم او ملموسه پایلې په لاس راشي.
هېره ده نه وي؛ چې په ناسته کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس حافظ محمد یوسف امین او د آسیا په کچه د یونیسف سازمان د ماشومانو د ساتنې مسئول ویډیسټو او د افغانستان برخې د ماشومانو د ساتنې مسئول مري سلوا هم حضور درلود.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۰:۵۲
Background image

د بې‌سرپرسته او له زیان سره د مخ ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ماشوم ساتنې کمېټې نوبتي ناسته ترسره کړه

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې ریاست په مشرۍ؛ د امارتي ادارو او همکارو موسساتو د دایمي استازو په گډون، د بې‌سرپرسته او له زیان سره د مخ ماشومانو ستونزو ته د رسېدو او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۴۶
Background image

ننګرهار کې ۶۰ تنه راستانه شوي هېوادوال له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول


 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ په چپرهار ولسوالۍ کې ۶۰ تنه تازه راستانه شوي هېوادوالو د ریکشا، سولر، انورټر او موبایل ترمیم په حرفو کې له شپږ میاشتنیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۴۳
Background image

د کار انسټېټیوټ له لوري د ولایتې ریاستونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمنار ترسره شو


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار انسټېټیوټ له لوري ولایتي ریاستونو ۷۰ تنه کارکوونکو ته « له کار څخه د راولاړو شویو اختلافاتو د حل » تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنیز سمینار ترسره شو، چې. . .

بیرته خبرونو ته