د ټولنیزو چارو معين د افغانستان ملي راډیو تلویزیون له رئیس سره وکتل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۱۰
تلویزیون ملی


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د ټولنیزو چارو معین الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده او ورسره مل پلاوي د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د لوی ریاست له عمومي رئیس قاري محمد یوسف احمدي سره وکتل.
د ناستې په پیل کې د ټولنیزو چارو معین وویل: د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د دولت رسمي رسنیز بنسټ دی، چې کولای شي د راډیو او تلویزیون له لارې په مرکز او ولایاتو کې له خپلو کورنیو څخه د ورک شوو ماشومانو په پیدا کولو، د هغوی په اړه د اعلاناتو په خپرولو، د ټولنیزو برنامو په جوړولو او انعکاس، له زیان سره د مخ اقشارو او په ځانګړې توګه د ماشومانو په اړه د عامه پوهاوي له لارې د خلکو او دولت ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
مولوي عبیدالله امین‌زاده د ملي راډیو تلویزیون له رئیس څخه وغوښتل چې له کورنیو څخه د ورکو شویو ماشومانو په بېرته یوځای کېدو او د عامه پوهاوي برنامو په خپرولو کې د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره خپلې همکارۍ پراخې کړي.
ورپسې د ملي راډیو تلویزیون لوی رئیس ډاډ څرګند کړ، چې د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولینزو پروګرامونو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی, ترڅو په ټولنه کې له زیان سره د مخ ټولو اقشارو ستونزې او ننګونې هېوادوالو سره شرېکې شي او په یاد ډګر کې د هغوی همکارۍ او مرستې را جلب کړي.
په پای کې د دواړو اړخونو لخوا د دوامدارو همکاریو او ګډو رسنیزو نوښتونو پر پراختیا هوکړه وشوه.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۱۰
Background image

د ټولنیزو چارو معين د افغانستان ملي راډیو تلویزیون له رئیس سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د ټولنیزو چارو معین الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده او ورسره مل پلاوي د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د لوی ریاست له عمومي رئیس قاري محمد یوسف احمدي سره وکتل. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۳:۵۴
Background image

پکتیا کې پر ۳۰۰ اړمنو کورنیو خوراکی توکي ووېشل شول


د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ پر ۳۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي؛ اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا، مکروني، بوره او چای ووېشل شول.
د مرستې د وېش پر مهال د پکتیا ولایت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۷
Background image

کنړ کې پر۴۳۴ اړمنو ماشومانو نغدې پیسې، د حفظ‌الصحې توکي او قرطاسیه‌باب ووېشل شول


کونړ ولایت کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛  خاص کونړ او څوکۍ ولسوالیو کې ۴۳۴ هغه ماشومانو سره چې د تېرې زلزلې له امله زیانمن شوي وو، د ۷۲۶۷۰۰ افغانیو په ارزښت نغدې پیسې، د. . .

بیرته خبرونو ته