د افغانستان د خپلواکۍ سلمې کالیزې په ویاړ د کار او ټولنیزو چارو سرپرست پيغام!

sofia_karimi
یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۷ - ۱۴:۶
molsa

 د افغانستان خپلواک او اتل ولسه! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته

د هیواد خپلواکۍ سلمې کالیزې په مناسبت  خپل آزاد او خپلواک ولس ته د زړه له کومې مبارکي وایم.

لکه څنګه چې افغان غازیانو او مجاهدینو سل کاله وړاندې په ډیر زړه ورتوب او سرښندنو سره د خپل سر، وینې او مال په بیه د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه؛ مونږ ته هم پکار ده، چې له دغه ملي ارزښت څخه ساتنه وکړو او د تل لپاره یې په یاد وساتو.

له شک پرته چې غازي امان الله خان ( د هیواد آزاد او زړه ور پاچا) یوه پیړۍ وړاندې په خپل ټول شجاعت سره د آزادۍ رپانده بیرغ په لاس ونیوه او نړیوالو ته ېې څرګنده کړه، چې دا هیواد غلامي او اسارت ننګ بولي.

په پای کې زه او په کار او ټولنیزو چارو وزارت کې زما ټول همکاران د زمري ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ سلمه کالیزه؛ سرلوړي او خپلواک ملت ته مبارک وایو.

بریالي او سرلوړي اوسئ!

 

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۰:۲۶
Background image

د کار چارو معین د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس تاریا مګنوسن‌واټردال سره وکتل.
په پیل کې، الحاج. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۴۷
Background image

د کار په انسټیټیوټ کې د ظرفیت‌لوړونې برنامه پیل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د کار په انیسټیټیوت کې د تېرو برنامو په دوام سره دا ځل ۳۵ تنو امارتي کارکوونکو لپاره د دوسیه‌بندۍ درې ورځینۍ برنامه پیل شوه.
تمه ده؛ چې د یادې برنامې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۰:۲
Background image

د کار عالي شورا نوبتي ناسته وکړه

د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ؛ د کار چارو معین، د قواعدو او د کار شرایطو د بهبود رئیس، د کار حقوقو د تقنین رئیس، د خصوصي سکتور استازو، ټولنیزو شریکانو او د. . .

بیرته خبرونو ته