بصير د مرستو پراختيا کمېټې مشر سره د کار چارو مرستيال ليدنه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۷ - ۲۳:۲۶
W

د کار چارو مرستيال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت، بصير د مرستو پراختيا کمېټې مشر او رهبري هيئت استازو سره خپل کاري دفتر کې وکتل. 

دې ليدنه کې بصير د مرستو پراختيا کميتې مشر د يادې کمېټې د پروژو اړوند معلومات وړاندې کړل، زياته يې کړه: بصير د مرستو پراختيا مؤسسې تر دې مهاله افغانستان کې د روغتيا او پوهنې برخو کې ۸۰ پروژې پلي کړي دي. 
وروسته د کار چارو مرستيال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت د يادې مؤسسې د کړنو څخه د مننې ترڅنګ زياته کړه: په اوسنيو شرايطو کې له افغانستان سره د اسلامي هيوادونو همکاري ډيره اړينه دی او هيله لرو چې دغسې همکارۍ لا زياتې شي. 
بصير د مرستو پراختيا کميټې مشر د کار او ټولنيزو چارو وزارت څخه د فني او حرفوي زده کړو وړاندې کولو په برخه کې د مناسب ځای په واک کې ورکولو په موخه د همکارۍ غوښتنه وکړه، زياته يې کړه: که چيرته د کار او ټولنيزو چارو وزارت په مرکز او يا هم ولايتونو کې سپينه ځمکه واک کې ورکړي؛ نو دوی اماده دي، چې د سيمې په سطحه د فني او حرفوي زده کړو يو معياري مرکز جوړ او تجهيز کړي، چې په دې برخه کې د کار چارو مرستيال له لوري ورسره د همکارۍ ژمنه و شوه.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۴۷
Background image

د کار په انسټیټیوټ کې د ظرفیت‌لوړونې برنامه پیل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د کار په انیسټیټیوت کې د تېرو برنامو په دوام سره دا ځل ۳۵ تنو امارتي کارکوونکو لپاره د دوسیه‌بندۍ درې ورځینۍ برنامه پیل شوه.
تمه ده؛ چې د یادې برنامې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۰:۲
Background image

د کار عالي شورا نوبتي ناسته وکړه

د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ؛ د کار چارو معین، د قواعدو او د کار شرایطو د بهبود رئیس، د کار حقوقو د تقنین رئیس، د خصوصي سکتور استازو، ټولنیزو شریکانو او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۴۱
Background image

له کار څخه راولاړو شویو اختلافاتو د حل عالي کمېسیون ناسته وکړه

د کار او ټولنيزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ، د کار چارو معین، د اړوندو ادارو مسؤلینو، د کارګرانو اتحادیې، د خصوصي سکتور او د یو شمېر شرکتونو د کارفرمایانو او کارګرو. . .

بیرته خبرونو ته