اختر په مناسبت ۴۰۴ تنو یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شول

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۱۴:۲
اختر کالي

د کونړ، کندز، پنجشېر او بلخ ولایتونو د کار او ټولنیز چارو ریاستونو په هڅو؛ ۴۰۴ تنو یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو ته، چې ۲۰۰ تنه د کونړ ولایت، ۱۰۰ تنه د کندز ولایت، ۷۰ تنه د پنجشېر ولایت او ۳۴ تنه نور د بلخ ولایت اوسېدونکي دي، د راتلونکي نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت کالي ترلاسه کړل.

د دې مرستو د وېش پرمهال؛ د یاد ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو رئیسانو له همکارو او خیریه بنسټونو او اشخاصو څخه د مننې سربېره له نورو خیریه بنسټونو او همکارو مؤسساتو څخه هم دې ته ورته مرستو او همکاریو ِغوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې په په کونړ کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست، کندز کې د هدف خیریه بنسټ، پنجشېر ولایت کې، د والي الحاج حافظ محمد‌آغا حکیم او په بلخ کې د روزنتون د مدیریت یو تن استاد په مالي ملاتړ د نیکمرغه کوچنې اختر په مناسبت  یادې مرستې ووېشل شوې.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۶
Background image

ارزګان کې ۱۰۹ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ، په مرکز ترینکوټ کې ۱۰۹ تنه  له زیان سره د مخ اقشارو ځوانان؛ د موټرسایکل ترمیم، خیاطۍ، د موټرو انجن ترمیم او د موبایل ترمیم په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندز کې د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو روزنتون له اساسي بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

  د کندوز ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو روزنتون له هر اړخیزې اساسي بیارغونې وروسته، د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۳:۳۰
Background image

ننګرهار کې ۲۳ بېوزلو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د رامنځته کولو په موخه کاري وسایل ووېشل شول

 

ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د پچیراګام او چپرهار ولسوالیو له ۲۳ بېوزلو کورنیو سره، د کوچنیو کاروبارونو د ایجاد او ملاتړ په موخه ۲۲ قلمه کاري وسایل، د ۴. . .

بیرته خبرونو ته