د لوړې کچې د همغږۍ په غونډه کې د کار چارو معين ګډون او وینا وکړه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې چې د لوړې کچې د همغږۍ په غونډه کې د امارتي ادارو مسؤلینو او ملي او نړيوال بنسټونو استازو هم حضور درلود ګډون او وینا وکړه.
د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې وویل: افغانستان په تېرو څو لسیزو کې د سیاسي کړکېچونو، امنیتي بېثباتۍ او اقتصادي ستونزو له امله له ژورو ټولنیزو او بشري ننګونو سره مخ شوی دی. دا چې د اسلامي امارت په بیا ځلې حاکمیت سره په هېواد کې امنیت تأمین شوی او د زیانمنو خلکو د ملاتړ او بشري مرستو رسونې بهیر اسانه شوی، خو د تېرو اوږدمهالو بحرانونو اغېزې لا هم پر خلکو پاتې دي. د بېکارۍ لوړه کچې، د خلکو بېځایه کېدو، د اقلیمي بدلون ناوړه پایلو، او د بنسټیزو خدمتونو کمښت د دې لامل شوي، چې د زیانمنو قشرونو اړتیاوې څو چنده ډېرې شي. په ځانګړي ډول مزمنه بېکاري، د راستانهشویو او بېځایهشویو کورنیو ملاتړ، سرپناه، د پاکو اوبو او حفظالصحې خدماتو ته لاسرسی، بشري مرستې، او د یتیمانو او بېسرپرستو ماشومانو پالنه او ملاتړ هغه عاجلې اړتیاوې دي چې لا هم جدي پاملرنې او منظمو پروګرامونو ته اړتیا لري.
مولوي احمدزي زیاته کړه، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د اوږدمهالې او پایدارې کارپنځونې اړینې برنامې طرحه کړي او بشپړ چمتوالی لري، چې د ملګرو ملتونو په همکارۍ سره یې پلي کړي. چې د دغو برنامو تطبیق به د بېکارۍ او فقر په کمېدو کې رغنده رول ولوبوي. همدارنګه نوموړې د خپلو خبرو په دوام کې وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د همکارو ادارو سره په همغږۍ هڅه کوي، چې هېوادوالو ته د فني او حرفوي زدهکړو، مهاجرو او راستنېدونکو هېوادوالو ته د کاري فرصتونو، د یتیمو او بېسرپرستو ماشومانو، بېوزلو او اړمنو اقشارو ملاتړ ته پراخه پاملرنه وکړي؛ ترڅو په هېواد کې د بیکارۍ کچه راټیټه شي.
مولوي احمدزي وویل: په هېواد کې د بېکارۍ او بېوزلۍ کچې راټیټولو په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت وتوانید چې تېر کال د کار ملي کانفرانس په لاره واچوي او په هغه کې له امارتي او غیرامارتي ادارو څخه د ۱.۵ میلیونه کاري فرصتونو د پنځونې تعهدات واخلي؛ همدې اصل ته په کتو د کار او ټولنیزو چارو وزارت په ټول هېواد کې د روان ۱۴۰۴ هـ.ش کال له پیل څخه تر اوسه پورې ۳۶ زره تنو داخلي او خارجي اتباعو ته د کار جوازونه ویشلي، د هېواد په سطحه د ۹۰۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلو او ۴۰۰۰۰ تنه نورو ځوانانو ته د فني او حرفو زدهکړو زمینه برابره کړېده.
مولوي احمدزي په پای کې له نړیوالو بنسټونو وغوښتل، چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري د رامنځته شویو اسانتیاوو او شته فرصتونو څخه په اعظمي توګه ګټه واخلي او خپلې مرستې د اسلامي او افغاني ارزښتونو په رڼا کې، د افغانستان د خلکو اړتیاوو ته په کتو تنظیم کړي.
