د فني او حرفوي زده کړو مرکز د رغېدلو معتادینو لاسي تولیدات نندارې ته وړاندې شول 

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۰:۸
معتادین

د کار او ټولنیزو چارو وزارت تر چتر لاندې؛ پلچرخي کمپ رغېدلو معتادینو او له فني او حرفوي زده کړو څخه فارغ شویو ځوانانو، په بېلا بېلو حرفو کې تر نظري او عملي زده‌کړو ترلاسه کولو وروسته؛ په خپل لاس جوړ کړي بوټان، بیکونه، کالي او داسې نور تولیدات د افغانستان د توليدي او خدماتي ظرفيتونو په نړیوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړل.
په یاد نندارتون کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي کمپ د رغېدلو معتادینو او د فني او حرفوي زده کړو په مختلفو خیاطۍ، بوټ جوړونې، بیک جوړونې، جامو ګنډلو او د کورنیو برېښنایي وسایلو د ترمیم په حرفو کې تولیدات شامل دي چې په لوړ او معياري کیفیت سره جوړ او مناسب قیمت سره نندارې ته وړاندې شول.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د توليدي او خدماتي وړتياوو په نړیوال نندارتون کې د ټول هېواد په سطحه د امارتي او غیر امارتې شرکتونو؛ صنعت کارانو، فابریکو او فارمونو هم خپل توکي نندارې ته وړاندې کړل؛ ترڅو سوداګریزې اړیکې پیاوړې، د صادراتو کچه پراخه، نوي پانګوال او مشتریان را جذب، پیاوړې فرهنګي او علمي تجربې شریکې کړي او عام خلک له صنعت، کرنې، ټکنالوژۍ، روغتیا او د نورو برخو له تولیداتو او محصولاتو سره بلد کړي.
د یادونې وړ ده، چې یاد نندارتون به د عقرب میاشتې تر اولسمې نېټې پورې به د ټولو هېوادوالو پر مخ پرانېستی وي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۰:۸
Background image

د فني او حرفوي زده کړو مرکز د رغېدلو معتادینو لاسي تولیدات نندارې ته وړاندې شول 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت تر چتر لاندې؛ پلچرخي کمپ رغېدلو معتادینو او له فني او حرفوي زده کړو څخه فارغ شویو ځوانانو، په بېلا بېلو حرفو کې تر نظري او عملي زده‌کړو ترلاسه کولو وروسته؛. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۰:۶
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزیر په سپین‌بولدک ښارګوټي کې د راستنېدونکو هېوادوالو له پنډغالي لیدنه وکړه

راستنېدونکو هېوادوالو او په ځانګړې ډول د راستانه‌شویو له زیان سره مخ اقشارو ستونزو او ننګونو څخه د نږدې لیدنې او هغوی ته د حل‌لارو د پیدا کولو په منظور د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۵۳
Background image

کابل کې ۸۰۰ تنه اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له  فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده کړو له مرکز څخه په پنځمې ښوونیزې دورې کې ۸۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له شپږمیاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته؛ په. . .

بیرته خبرونو ته