د دولس اړخيزه هوکړه ليک پلي کېدو کميسيون د رهبرۍ غونډه جوړه شوه.

publish
Wed, Aug 26 2020 12:35 PM
۳

د دولس اړخيزه هوکړه ليک اړوند نوبتي غونډه، چې موخه يې د قانون څخه سرغړوونکو ماشومانو سره همکاري دی، د ټولنيزو چارو مرستيال غلام حيدر جيلاني او شاملو اړخونو استازو په ګډون د کار او ټولنيزو چارو وزارت کې جوړه شوه.

د ټولنيزو چارو مرستيال غلام حيدر جيلاني د ناستې پرانسته وينا کې د تيرې ناستې اړوند معلومات وړاندې کړل، نوموړي د حبس حجز بديلونو اړوند د افغانستان د جزايي اجراآتو قانون د دويمې شميرې ضميمې اړوند خبرې و کړې و يې ويل: دولس اړخيزه هوکړه ليک د ټولنې اړتياوو ته په کتو د حبس او حجز بديلونو په موخه لاسليک شوی دی.

ښاعلي جيلاني زياته کړه: لکه څنګه چې د حبس و حجز بديل پلي کول په نورو هيوادونو کې هم تجربه شوي او ښې پايلې يې درلودلې دي، له ښه مرغه چې اوس موږ هم ځانګړي مرکزونه جوړ کړي دي، چې له شپږ سوه تر اوه سوه ماشومانو د ساتنې او روزنې ظرفيت لري او په دې کار سره په هيواد کې د حبس و حجز بديلونو ښه زمينه را منځ ته شوې ده.

ناسته کې د ټولنيزو تاميناتو رييس شريف الله شرافت هم د دولس اړخيزه هوکړه ليک د پلي کولو پر وړاندې د ستونزو او حل لارو اړوند پريزينتيشن وړاندې کړ، نوموړي د امنيتي حوزو نه همکاري، د همکارو ادارو له خوا د مختلفو کارکوونکو معرفي او له دولس اړخيز هوکړه ليک څخه د هغوی ناخبري او د ټولنيزو کارمندانو سره د ناحيو وکيلانو نه همکاري د دولس اړخيزه هوکړه ليک د ښه نه پلي کيدو پر وړاندې ستونزې يادې کړې او د شاملو ادارو پر همغږۍ او ښې همکارۍ يې ټينګار و کړ.

وروسته د شاملو ادارو استازو هم خپل نطرونه شريک کړل او د ستونزو د حل په موخه يې د ټولنيزو کارکوونکو د لا ښې همکارۍ غوښتنه و کړه.

د ويلو دی، چې دولس اړخيزه هوکړه ليک، ۱۳۸۸ کال کې د ماشومانو حقونو نړيوال کنوانسيون او متخلفه ماشومانو ستونزو رسيدو قانون پر بنسټ تصويب شوی دی، چې اساسي موخه يې هم د متخلفه ماشومانو ستونزو ته د رسيدو په پار د همکارو ادارو ښه همغږي او د متخلفه ماشومانو لپاره اخري حل لاره هم د کم وخت لپاره توقيف خونو کې د ماشومانو روزل او ساتل ياد شوي دي.

Latest news

Sun, Aug 30 2026 10:18 AM
Background image

A three-Day Awareness Program Begins on Planning and Electronic Systems for Provincial Employees

A three-Day awareness program has begun for the Ministry of Labor and Social Affairs employees. In this program, the MoLSA provincial employees of Maidan Wardak, Logar, Parwan, Ghazni,. . .

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

BACK TO NEWS