د کار انسټیټیوټ له لوري د پلان جوړونې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پيل شو

media_admin
Wed, Apr 22 2026 9:20 AM
ظرفیت لوړونه

 د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار انسټیټیوټ له لوري د وزارت ۴۰ تنه کارکوونکو ته د ظرفیت‌لوړونې په موخه د پلان‌جوړونې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ  پیل شو؛ چې موخه یې د کارکوونکو د مسلکي ظرفیتونو پیاوړتیا، د پلان‌جوړونې له  مهارتونو سره بلدتیا او د اداري چارو د اغېزمن تنظیم لپاره د معیاري میکانیزمونو رامنځته کول دي.
 د ورکشاپ په پيل کې د کار انسټیټیوټ رئیس شريف‌الله شرافت د پلان‌جوړونې پر ارزښت د بحث سربېره زیاته کړه: دا ډول روزنیز ورکشاپونه په اداره کې د کاري بهیرونو په معیاري کولو، اهدافو ته په رسېدو، د منابعو اغېزمنه کارونه، د چارو پر وخت مدیریت، په اداري چارو کې د همغږۍ او شفافیت په رامنځته کولو او د خدماتو د کیفیت په لوړولو کې اغېزمن رول لري.
په پای کې، نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، چې د یاد ورکشاپ له ترلاسه شویو زده‌کړو، تجربو او مهارتونو څخه په اغېزمنه او غوره توګه ګټه پورته کړي؛ ترڅو وکولی شي دغه مهارتونه په خپل ورځني کاري چاپېریال کې په بریالیتوب سره عملي کړي.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS