ننګرهار کې ۶۳۰ تنو راستنېدونکو هېوادوالو ته د حفظ‌الصحې توکي ووېشل شول

media_admin
Wed, Nov 19 2025 10:02 AM
تورخم

 

 ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ د تورخم په عمري پنډغالي کې له پاکستان څخه ۶۳۰ تنو نویو راستنیدونکو هېوادوالو ته د ۳۴۴۳۵۴ افغانیو په ارزښت حفظ‌الصحي توکي ووېشل شول.

د سړې هوا په راتګ سره د کار او ټولنیزو چارو وزارت د همکارو ادارو سره په همغږۍ تل هڅه کوي، چې له راستنېدونکو هېوادوالو، بې‌سرپرسته ښځو او ماشومانو او په ټوله کې له زیان‌ سره مخ هېوادوالو حفظ‌الصحې، سرپناه، هغوی ته د فني او حرفوي زده‌کړو او په بېلابېلو برخو کې  د کار زمینې برابرولو ته پوره پاملرنه وکړي، ترڅو د ژوندانه ستونزې یې تر یوې کچې حل او په خپل هېواد کې په آرامه فضا کې ژوند تېر کړي.

د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازي د تابش همکارې مؤسسې له مرستو او همکاریو څخه د مننې سربېره له نورو خیریه بنسټونو او موسسو د ورته همکاریو غوښتنه وکړه.

Latest news

Wed, Nov 19 2025 2:56 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Participates at the High-Level Coordination Meeting

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Muhammad Zahid Ahmadzai, participated and delivered a speech at the High-Level Coordination Meeting held at the Ministry of Foreign. . .

Wed, Nov 05 2025 2:53 PM
Background image

In Kabul, 800 Recovered Drug Addicts Graduate from Vocational and Technical Training Programs

At the Pul-e-Charkhi Vocational and Technical Training Center, 800 individuals who had recovered from drug addiction graduated after completing six months of practical and theoretical. . .

Mon, Nov 03 2025 3:08 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Deputy Minister for Counter Narcotics

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with Alhaj Sheikh Mohammad Qasim Khalid, the Deputy Minister for Counter-Narcotics at the Ministry of. . .

BACK TO NEWS