ننګرهار کې ۶۳۰ تنو راستنېدونکو هېوادوالو ته د حفظالصحې توکي ووېشل شول
ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ د تورخم په عمري پنډغالي کې له پاکستان څخه ۶۳۰ تنو نویو راستنیدونکو هېوادوالو ته د ۳۴۴۳۵۴ افغانیو په ارزښت حفظالصحي توکي ووېشل شول.
د سړې هوا په راتګ سره د کار او ټولنیزو چارو وزارت د همکارو ادارو سره په همغږۍ تل هڅه کوي، چې له راستنېدونکو هېوادوالو، بېسرپرسته ښځو او ماشومانو او په ټوله کې له زیان سره مخ هېوادوالو حفظالصحې، سرپناه، هغوی ته د فني او حرفوي زدهکړو او په بېلابېلو برخو کې د کار زمینې برابرولو ته پوره پاملرنه وکړي، ترڅو د ژوندانه ستونزې یې تر یوې کچې حل او په خپل هېواد کې په آرامه فضا کې ژوند تېر کړي.
د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازي د تابش همکارې مؤسسې له مرستو او همکاریو څخه د مننې سربېره له نورو خیریه بنسټونو او موسسو د ورته همکاریو غوښتنه وکړه.
