کونړ کې ۴۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

media_admin
Sun, Nov 09 2025 3:18 PM
کنړ

د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د هڅو په پایله کې؛ ۴۰ تنه ځوانان د خیاطۍ په حرفه کې تر شپږمیاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته فارغ او د کاروبار د پیل په منظور یې کاري وسایل هم ترلاسه کړل.
په همدې مناسبت جوړې شوې فراغت‌غونډې ته د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي مجیب‌الله عمر په خپلو خبرو کې د همکارې مؤسسې صدف  له همکاریو د مننې سربېره وویل: د ا.ا.ا په ځانګړې ډول د کار او ټولنیزو چارو وزارت دنده او مسئولیت  دی، چې هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي، ترڅو دوی وکولي شي خپلو کورنیو ته د حلالې نفقې د پیداکولو وسیله وګرځي.
همداراز نوموړي له فارغ شویو ځوانانو وغوښتل، چې له ترلاسه شویو زده‌کړو او مهارتونو څخه په غوره توګه استفاده وکړي او خپل کسب نورو هېوادوالو ته هم ورسوي، تر څو په ټولنه کې د بېکارۍ کچه راټیټه شي.
د کونړ ولایت څخه د یو بل خبر له مخې:
د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو، د یاد ولایت څوکۍ او ګربزو ولسوالیو او د خاص کونړ په عثماني پنډغالي کې ۱۱۳ تنه د زلزلې له امله  زیانمن شويو ماشومانو او لویانو سره د هارو همکارې مؤسسې په مالي ملاتړ د ۱۴۹۶۰۰ افغانیو په ارزښت نقدې مرسته وشوه.

Latest news

Mon, Oct 26 2026 10:45 AM
Background image

The Regular Meeting of High Labor Council hold

 

The High Council of Labor held its eighth regular meeting, was held under the leadership of Labor and Social Affairs Minister, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, to review previous. . .

Tue, Oct 20 2026 12:32 PM
Background image

Deputy Labor Minister Addresses Prisons Training Seminar

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, participated in and delivered a speech at a training seminar organized by the General Directorate of Prisons. . .

Mon, Oct 19 2026 11:19 AM
Background image

The Seventh Regular Meeting of the High Labor Council

 

The seventh regular meeting of High Labor Council held under the leadership of the Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, to review proposals. . .

BACK TO NEWS