دکار او ټولنیزو چارو وزارت کې د قابلیتونو د تثبیت بورډ‎ ناسته وشوه

media_admin
Thu, May 01 2025 12:26 PM
د قابلیتونو تثبیت

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ د لوړو زده‌کړو وزارت او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ادارې له استازو په ګډون د قابلیتونو د تثبیت بورډ ناسته ترسره شوه.

په پیل کې دکار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې وویل: د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړي ډول د کار او ټولنیزو وزارت هڅه داده ترڅو په ټولنه کې د بیکاری کچې راټيټولو او همدارنګه د کار بازار غوره تنظیم په موخه د کار انسټیټیوټ په منظم ډول فني، حرفوي او مسلکي کاریګرو قابلیتونه تثبیت کړي؛ او دې موخې ته د رسیدنې لپاره د امارتي ادارو او خصوصي سکتور ګډې همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا ده.

مولوي محمد زاهد احمدزي زیاته کړه: په معیاري ډول د قابلیتونو تثبیت بهر هېوادونو ته  د مسلکي کاریګرو د لېږد په پروسه کې هم ډاډ او اسانتیا رامنځته کوي.

ورپسې د لوړو‌ زده‌کړو وزارت او د تخنیکي او مسلکي ادرې  استازي په خپلو خبرو کې کار بازار تحلیل  او اړتیاوو ته په کتو سره د فني او حرفوي زده‌کړو د کمیت او کیفیت ته پر پاملرنې د ټینګار سربېره په معیاري ډول د قابلیتونو په تثبیت کې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

Latest news

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

BACK TO NEWS