د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې پنځه تنه نوي رئیسان معرفي شول

naweed_admin
Tue, Dec 31 2024 9:01 AM
l

د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې؛ نن پنځه تنه نوي رئیسان خپلو کارکوونکو ته معرفي شول؛ چې په هغو کې  د بشري ځواک پخوانۍ لوی رئیس مولوي حسین‌احمد مدني  د قواعدو او کار شرایطو د بهبود رئیس په توګه؛ د کاپیسا ولایت د کار او ټولنیزو چارو  پخوانۍ رئیس مولوي عزت‌الله عارف د بشري ځواک د لوی رئیس په توګه،  محمد آمین بهر ته د افغان کاریګرو د لیږد رئیس په توګه، د کار چارو پخوانۍ سلاکار مولوي رحیم‌الله صراح د مهارتونو د پراختیا د لوی رئیس په توګه او د املاکو پخوانۍ آمر ملا عبدالغني وفا د فني او حرفوي زده‌کړو د انسجام او همغږۍ د رئیس په توګه معرفي شول.
 هغه غونډې ته، چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو معین الحاج مولوي دین‌محمد حقبین په خپلو خبرو کې وویل: یاده د غونډه د کار اهل کار ته د سپارلو په موخه جوړه شوې ده او د افغانستان اسلامي امارت د ټولو کارکوونکو هدف یو ده؛ چې هغه خلکو ته غوره خدمت او خپل کارونه په صداقت او په پوره امانت داری سره یې ترسره کول دي.
همدارنګه نوموړي په خپلو خبرو کې د لوی څښتن تعالی له دربار څخه؛ نوو معرفي شویو رئیسانو ته د مزید توفیق او په چارو کې د بریالیتوب  غوښتنه وکړه

Latest news

Mon, Nov 03 2025 3:08 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Deputy Minister for Counter Narcotics

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with Alhaj Sheikh Mohammad Qasim Khalid, the Deputy Minister for Counter-Narcotics at the Ministry of. . .

Tue, Oct 28 2025 10:04 AM
Background image

Deputy Minister of Labor Affairs Meets with Representatives of Industrialists

In accordance with the directive of the honorable Amir-ul-Muaminin (may Allah protect him) to provide facilitation in official procedures for industrialists. The Deputy Minister of. . .

Wed, Oct 22 2025 11:18 AM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Met with Representatives of Industrialists

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with representatives of industrialists from the private sector, as well as other members. . .

BACK TO NEWS